ads

د ازموینو ملي ادارې د روان کال د کانکور ازموینې نېټه په ډاګه کړه

د ازموینې ملي ادارې چارواکو په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې به د جوزا په ۱۷مه نېټه پیل شي

کلید ګروپ
3 غبرګولی 1403
د ازموینو ملي ادارې د روان کال د کانکور ازموینې نېټه په ډاګه کړه

د یادې ادارې سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس ته  وویل، تېر کال کانکور ازموینې لپاره په پښتو، دري، انګلیسي او عربي ژبو شاوخوا (۴۰) زره نوې پوښتنې جوړې شوې او د راتلونکي کانکور ازموینې لپاره هم نږدې ۵۰ زره نوې پوښتنې د جوړېدو په حال کې دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې سږکال به د کانکور ازموینه په پنځو مرحلو کې اخیستل کېږي چې ۱۶ ولایتونه په لومړي پړاو؛ کابل او اړوند ولسوالۍ یې په دوهم پړاو؛ د بدخشان په ګډون لس ولایتونه په دریم پړاو؛ او د ننګرهار په ګډون ۷ ولایتونه په څلورم پړاو کې شامل دي او پنځم پړاو د متفرقه او هغو کسانو لپاره ځانګړی شوی، چې ښوونځي یې په نورو هېوادونو کې بشپړ کړي وي.

«په لومړي پړاو کې ۱۶ ولایتونه شامل دي او دا به د جوزا میاشي په ۱۷ مه نیټه پیل او درې ورځې به دوام کوي. دویم پړاو کې به د کابل او اړوندو ولسوالیو کانکور ازموینه د سرطان میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه اخیستل کېږي.»

حقاني دغه راز زیاته کړه چې د پوښتنو بانک ته په انګلیسي او عربي ژبو هم پوښتنې ورشاملې شوې، چې له امله یې بهرمیشته هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د حقاني په خبره، تمه ده چې سږ کال د هېواد له ۳۴ ولایتونو شاوخوا ۱۵۰زره نوماندان د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي چې په کې د کانکور عمومي ازموینه، دیني مدرسو، د شپې پوهنتونونو او د کانکور ځانګړي ازموینې شاملې دي.

«د درېم پړاو کانکور چې لس ولایتونه په کې شامل دي د سرطان میاشتې په ۷ او ۸مه نېټه اخیستل کېږي او د څلورم پړاو کانکور چې ۷ ولایتونه په کې شامل دي کانکور ازموینه به یې د سرطان په ۱۴، ۱۵ او ۱۶مه نېټه واخیستل شي. د کانکور ازموینې پنځم پړاو چې د سرطان میاشتې په ۲۲مه نېټه به واخیستل شي د خارج مرز او متفرقه کسانو لپاره دي.»

یو شمېر زده کوونکي چې د سږکال کانکور لپاره چمتوالي نیسي په کانکور ازموینه کې د عربي او انګلیسي ژبې فورمونو چمتو کولو هرکلي کوي او زیاتوي چې دا په کانکور ازموینه کې یو ښه پرمختګ دی.

احمدالله محمدي چې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې لپاره چمتوالي نیسي وايي:

«دا د هغو کسانو لپاره یو ښه خبر دی چې له هېواده د باندې یې ښوونځی ویلي وي او غواړي په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي، خو په پښتو او دري ژبه بلدتیا نه لري؛ دوی کولی شي په انګلیسي او یا عربی ژبه د کانکور زموینه ورکړي.»

د یادونې ده چې د ازموینو ملي اداره د کانکور ازموینې ترڅنګ، د ماستري، دوکتورا او نورو بېلابېلو دولتي ادارو ته د کارمندانو د جذب لپاره د ازموینې مسوولیت هم پر غاړه لري.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې په مرکز او ولایتونو کې له نيږدې ۱۷۰ زره کسانو ازموینې اخیستل شوې چې ۱۲۰ زره تنه یې بریالي او بېلابېلو ادارو ته ور پېژندل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA