د یاد وزارت ویاند خبیب غفران وايي، چې دوی بهرنیو سېلانیانو ته د وېزې، ټرانسپورټ او د اوسېدو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې او روان کال هم پلان لري چې دا خدمتونه نور هم معیاري کړي:
«بهرنیو سېلانیانو ته مو د وېزو د صدور او تمدید، ټرانسپورټ او هوټلونو برخه کې ورته سهولتونه برابر کړي او کوم شرکتونه چې خدمات ورته وړاندې کوي تل یې څارنه کوو.»
بل لور ته یو شمېر فرهنګیان هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ مهم ګڼي او زیاتوي چې په دې سره د افغانستان دودـ دستور نړیوالو ته ور پېژندل کېږي.
لیکوال او فرهنګي جاوید مسرور وايي، دولت مسؤولیت لري چې سېلانیانو ته هر ډول اسانتیاووې برابرې کړي.
«افغانستان کې سېلانیانو ته باید هر ډول اسانتیاووې برابرې شي، دا کار د بهرنیو سیلانیانو د جذب سبب کېږي او هېواد ته د سیلانیانو د راتلو شمېر هم زیاتیږي.»
اقتصادي شنوونکي هم په دې اند دي چې هېواد ته د سېلانیانو راتګ د اقتصادي ودې سبب کېږي.
اقتصادي شنوونکی رحیم مرجان اړه وايي:
«د سېلانیانو راتګ د افغانستان پر اقتصاد او داخلي تولیداتو مثبته اغېز لري، او د افغانستان داخلي تولیدات نړۍ ته معرفي کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال تر دې دمه زر تنه بهرني سیلانیان هېواد ته راغلي او تېر کال ۵۱۶۹سیلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې چې ډېر یې د چین، روسیې، امریکا، جاپان او نورو اروپایي هېوادونو وګړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ