ads

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر اوو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په سمنګان او هرات کې د کرونا ویروس دوه نوې  پېښې ثبت شوي دي. له دې پېښو وړاندې هرات کې څلور مثبتې پېښې ثبت وې خو له دې تازه پېښو سره افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمېر اوو ته ورسېد. د عامې روغتیا وزارت […]

نویسنده: shams
21 کب 1398
افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر اوو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په سمنګان او هرات کې د کرونا ویروس دوه نوې  پېښې ثبت شوي دي.

له دې پېښو وړاندې هرات کې څلور مثبتې پېښې ثبت وې خو له دې تازه پېښو سره افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمېر اوو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په خبره اوس په هرات کې پنځه مثبتې پیښې او په سمنگان کې دوه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

د معلوماتو له مخې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مختلفو ولایتونو کې ۸۰۰ بستریز روغتونونه فعاله کړي، چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو د درمنلې لپاره ځانګړي شوي دي.

دا ویروس اوس د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۱۵هېوادونو ته خپور شوی او په نړۍ کې پرې د اخته کسان شمېر کابو ۱۱۶زره خلکو ته رسي او قربانیانو شېر بیا ۴۱۰۰تنه ښودل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA