د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه تایید کړه او په اړه یې یو پرېکړه لیک تصویب کړ.
تېره ورځ امریکا له طالبانو سره د سولې لاسلیک شوې هوکړه لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د تایید رایي لپاره وړاندې کړ، چې د رایو په اکثریت سره دغه هوکړه لیک تصویب شو.
په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د پرېکړه لیک تصویب په ډاګه کوي چې ملګري ملتونه او نړیوال د افغانستان د ثبات او نړیوالې سولې لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ کوي.
نوموړې زیاته کړې ده، چې پرېکړه لیک کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتل شوي، چې د سولې لپاره هڅې چټکې او د باور جوړولو لپاره دې مناسبه زمینه برابره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ