ads

د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان ۱۲ زره ټنه توكي صادر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګريز مرستيال عبدالكريم ملكيار وايي، د هوايي دهلېزونو له پرانيستل كېدو راهيسې د افغانستان ۱۲ زره ټنه توكي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي. هغه نن ملت ته د دولت د حساب وركولو لړۍ په دوام كې وويل، دې توكو ۲۷۵ ميليون ډالره ارزښت درلود او په ۱۱۰۰ […]

نویسنده: hewadpal
3 کب 1398
د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان ۱۲ زره ټنه توكي صادر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګريز مرستيال عبدالكريم ملكيار وايي، د هوايي دهلېزونو له پرانيستل كېدو راهيسې د افغانستان ۱۲ زره ټنه توكي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
هغه نن ملت ته د دولت د حساب وركولو لړۍ په دوام كې وويل، دې توكو ۲۷۵ ميليون ډالره ارزښت درلود او په ۱۱۰۰ پروازونو كې له هېواده بهر لېږدول شوي دي.
د ملكيار په وينا، په ۱۳۹۸ مالي كال كې د تالك په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه توكي د رېل پټلۍ له لارې له افغانستانه چين ته صادر شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګريز مرستيال زياته كړه، هوايي دهلېزونه، چابهار بندر، رېل پټلۍ، د لاجوردو لار او له هېواده بهر نندارتونونه د افغانستان د صادراتو د پراختيا او د سوداګرۍ د ودې سبب شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA