ads

په فارياب كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په فارياب كې په تېرو ۴۸ ساعتونو كې د افغان ځواكونو د هوايي بريدونو او مخامخ جګړو په مهال ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
27 کب 1397
په فارياب كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په فارياب كې په تېرو ۴۸ ساعتونو كې د افغان ځواكونو د هوايي بريدونو او مخامخ جګړو په مهال ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دې قول اردو نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د فارياب د قيصار ولسوالۍ په اركليك، شاخ، زيارتګاه او ځينو نورو سيمو كې د امنيتي سرتېرو په هوايي بريدونو او مخامخ جګړو كې ۲۸ طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، په دغو پېښو كې د طالبانو شپږ عرادې موټر سايكلونه هم له منځه وړل شوي دي.
سرچينې په يادو جګړو كې امنيتي سرتېرو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتل تاييد كړي، خو كره شمېرې يې نه دي په ډاګه كړې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA