ads

د هرات د مستوفيت ادارې عوايد زيات شوي

د هرات د مستوفيت ادارې مسوولين په تېر مالي كال كې د خپلو عوايدو د شپږ فيصده زياتېدو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
26 کب 1397
د هرات د مستوفيت ادارې عوايد زيات شوي

د هرات د مستوفيت ادارې مسوولين په تېر مالي كال كې د خپلو عوايدو د شپږ فيصده زياتېدو خبر وركوي.
د دغه ولايت مستوفۍ فايقه عليزاده وايي، د هرات د مستوفيت ادارې په ۱۳۹۷يم مالي كال كې درې ميليارده او ۳۸۸ ميليونه افغانۍ مالياتي او غيرې مالياتي عوايد لرل، چې د ۱۳۹۶يم مالي كال په پرتله شپږ فيصده زياتوالى ښيي.
نوموړې زياتوي، په روان لمريز كال كې يې دولتي او نادولتي ادارې او سوداګريز شركتونه د ماليې له پلوه ۹۰ ميليونه افغانۍ پوروړي دي.
د هرات د والي د وياند جيلاني فرهاد په وينا، سږ كال په دې ولايت كې له ماليې د تېښتې په تور له ۲۰۰ زيات كسان نيول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA