د كورنيو چارو وزارت د كندهار په نړيوال هوايي ډګر كې د نشه يي توكو د ۱۲ قاچاق وړونكو د نيولو خبر وركوي.
دغه وزارت تېره شپه په خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، دا كسان د كندهار د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې پوليسو پېژندلي او نيولي دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، نيول شوو كسانو هيرويين ډوله نشه يي توكي په خپلو ګېډو كې ځاى پر ځاى كړي وو او غوښتل يې له هېواده بهر يې ولېږدوي.
د سرچينې په وينا، پوليسو له دې كسانو نېږدې نهه كيلو ګرامه نشه يي توكي ترلاسه كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ