ads

وسله والو طالبانو په هلمند كې د واده پر مراسمو بريد كړى

د هلمند ولايتي چارواكي وايي، د دولت وسله والو مخالفينو د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې د واده پر مراسمو بريد كړى او څلورو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
29 مرغومی 1397
وسله والو طالبانو په هلمند كې د واده پر مراسمو بريد كړى

د هلمند ولايتي چارواكي وايي، د دولت وسله والو مخالفينو د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې د واده پر مراسمو بريد كړى او څلورو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه شوى، چې په ترڅ كې يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، تراوسه د وژل شوي كس او ټپيانو هويت معلوم نه دى او په تړاو يې څېړنې روانې دي.
په همدې حال كې د نادعلي ولسوال محمد ګل هاشمي رسنيو ته ويلي، طالبانو د واده پر مراسمو، چې د ملي امنيت د يوه كاركوونكي په كور كې جوړ شوي وو، بريد وكړ.
د نوموړي په خبره، طالبانو د محفل شپږ تنه ګډون كوونكي له ځانونو سره بېولي هم دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA