په اروزګان كې د هوايي او توپچي بريدونو له كبله د دولت ۱۵ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې ولايت كې د مېشتې څلورمې پلې لېوا مطبوعاتي مسوول جګړن جان خان نصرتي وايي، دغه بريدونه د مرکز ترينکوټ اړوند کفترخانې، خانقې او کوټوالو سيمو کې ترسره شوي، چې په مهال يې ۱۳ وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
نوموړي د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې د مخالفينو د دوو قرارګاوو، څلور ميله بېلابېلو وسلو او يوه اندازه مهماتو له منځه وړل هم تاييد کړل.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ