توسط ISMAT MAYAR -
د كورنيو چارو وزارت په راتلونكې مرغومي مياشت كې د ژمنيو عملياتو د پيلېدو خبر وركوي.
د دغه وزارت وياند نجيب دانش نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د كورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنيت د عمومي رياست يو ګډ پلاوى اوس مهال د ولايتونو د امنيتي حالت پر ارزونې بوخت دى.
نوموړي زياته كړه، د ياد پلاوي...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون رئيسه سيما سمر وايي، حكومت مكلف دى، چې د معلوليت لرونكو كسانو ټولې اړتياوې پوره كړي.
نوموړې نن د ډسمبر د درېيمې نېټې د معلوليت لرونكو كسانو د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه ويډيويي پيغام كې وويل، دا ډول كسان د ښوونې او روزنې، ټرانسپورټ، ټولنيز مصئونيت او په ځينو نورو برخو كې له زياتو...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره د سولې پروسې د اسانولو لپاره د سيمې هېوادونو ته خپل درېيم سفر پيل كړ.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، خليلزاد د يوه پلاوي په مشرۍ د روانې ډسمبر مياشتې له دوهمې تر ۲۰مې نېټې له افغانستان، پاكستان، روسيې، ازبكستان، تركمنستان،...
توسط ISMAT MAYAR -
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د جنيوا كنفرانس د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډك او بريالى وباله.
هغه نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، دا كنفرانس افغانستان ته يو فرصت و.
عبدالله زياته كړه، د كنفرانس په حاشيوي غونډو كې د خصوصي سكټور، كډوالو وضعيت، غذايي مصئونيت او ځينو نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.
د اجرائيه رئيس په وينا،...
توسط ISMAT MAYAR -
د هوايي دهلېز له لارې تراوسه له افغانستانه چين ته ۵۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي او تر راتلونکې يوې مياشتې به دا کچه د ۴۰ ميليون ډالرو په ارزښت زرو ټنو ته ورسېږي.
دغه څرګندونې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت تېره ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړې دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د روان لمريز كال د لړم مياشتې په ۱۵مه...
توسط ISMAT MAYAR -
طالبانو د هلمند لپاره د خپل نومول شوي والي ملا عبدالمنان وژل كېدل تاييد كړل.
دې ډلې په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ملا منان، چې د طالبانو نظامي مسوول هم و، د شنبې په ماښام په هلمند كې د امريكايي ځواكونو په هوايي بريد كې ووژل شو.
بل پلو د هلمند والي محمد ياسين خان وايي، د دغه ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهور رئيس محمد اشرف غني او د هغه لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم د هېواد پر امنيتي حالت او له طالبانو سره پر مذاكراتو وغږېدل.
د جمهوري رياست د لومړي معاونيت په فېسبوك پاڼه كې راغلي، دوستم تېر ماښام په ارګ كې له جمهور رئيس غني سره وليدل.
د سرچينې په خبره، په دې ليدنه كې د هېواد پر روان امنيتي وضعيت په ځانګړې توګه په...
توسط ISMAT MAYAR -
جمهوري رياست وايي، د لومړي ځل لپاره د جنيوا په کنفرانس کې د افغانستان د حکومت د کړنو ستاينه وشوه.
د جمهور رئيس مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، په ياد كنفرانس كې له فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو او بنسټيزو پروژو په برخو کې د افغان حکومت کړنې وستايل شوې.
نوموړي زياته كړه، د جنيوا په...
توسط ISMAT MAYAR -
د افغانستان د موى تاى ملي لوبډله نن په اسيايي سياليو كې د ګډون په هدف، چې په چين كې ترسره كېږي، دغه هېواد ته لاړه.
دا سيالۍ د روانې ډسمبر مياشتې په څلورمه نېټه پيلېږي.
د افغانستان د ورزش او بدني روزنې د عمومي رياست مطبوعاتي مسوول عارف پيمان وايي، د موى تاى په اسيايي سياليو كې به د افغانستان په استازيتوب د درېيو...
توسط ISMAT MAYAR -
په دايكندي كې د بادامو سږني حاصلات د تېر كال په پرتله څه باندې ۵۰ فيصده كم شوي دي.
د دې ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس سيد عبدالوهاب فېروزي كليد ته وويل، د دايكندي باغ لرونكو تېر كال شاوخوا ۲۵ زره مټريك ټنه بادام ترلاسه كړي وو، خو سږ كال د هوا د سوړوالي او وچكالۍ له كبله هلته د بادامو...