ads

د راشدخان له ځلېدو وروسته هنديانو هغه ته د هندي تابعيت ورکولو غوښتنه کړې

له هغه وروسته چې افغان لوبغاړی راشدخان د هند د کرکټ په غوره ليګ کې د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ګټه ښې لوبې وکړې او وځلېد، د هند خلکو له خپل حکومت نوموړي ته د افتخاري هندي تابعيت د ورکولو غوښتنه کړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 غبرګولی 1397
د راشدخان له ځلېدو وروسته هنديانو هغه ته د هندي تابعيت ورکولو غوښتنه کړې

له هغه وروسته چې افغان لوبغاړی راشدخان د هند د کرکټ په غوره ليګ کې د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ګټه ښې لوبې وکړې او وځلېد، د هند خلکو له خپل حکومت نوموړي ته د افتخاري هندي تابعيت د ورکولو غوښتنه کړې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزيرې ويلي، ډېر ټوېټرونه يې لوستي چې هنديان له نوموړې راشدخان ته د افتخاري تابعيت د ورکړې غوښتنه کوي خو نوموړې وايي، دا د بهرنيو چارو وزارت نه بلکې د کورنيو چارو وزارت دنده ده.

راشدخان تېر ماښام يو ځل بيا خورا ښه وځلېد او خپله لوبډله يې پايلوبې ته ورسوله. نوموړي لومړی په توپوهنه کې په لس بالونو ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او وروسته يې په توپ اچونه کې هم په خپلو څلورو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي يې وسوځول. نوموړي دغه راز په ډګر ساتنه کې هم دوه کېچونه ترلاسه کړل او يو لوبغاړی يې رن اوټ کړ. له لوبې وروسته هغه د لوبې د غوره لوبغاړي او دغه راز د لوړ سټرايک رېټ لرلو جايزې ترلاسه کړې.

د راشدخان او محمد نبي لوبډله سنرايزرز حيدراباد به د يکنشبې په ورځ له چنای سوپرکېنګز سره د هند کرکټ غوره ليګ د سږني فصل پايلوبه ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA