ads

كاپيسا كې لسګونه وسله وال د سولې پروسې سره يو ځاى شول

د کاپيسا د کوهبند ولسوالۍ د چپې درې او ملنګ خېلو سيمو د دولت ۵۶ تنه وسله وال مخالفين تېره ورځ د سولې پروسې سره يو ځاى شول.
د دغه ولايت د سولې پروسې مسوول مولوي عبدالمومن مسلم کليد ته وويل، چې دغو كسانو هلته دولت ضد فعاليت كاوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 سلواغه 1396
كاپيسا كې لسګونه وسله وال د سولې پروسې سره يو ځاى شول

د کاپيسا د کوهبند ولسوالۍ د چپې درې او ملنګ خېلو سيمو د دولت ۵۶ تنه وسله وال مخالفين تېره ورځ د سولې پروسې سره يو ځاى شول.
د دغه ولايت د سولې پروسې مسوول مولوي عبدالمومن مسلم کليد ته وويل، چې دغو كسانو هلته دولت ضد فعاليت كاوه.
نوموړي زياته كړه، د يادو وسله والو په اړه لومړى امنيتي او كشفي ادارو بشپړې پلټنې كړي او بيا د سولې بهير سره يو ځاى شوي دي.
د مسلم په خبره، د سولې پروسې مسوولين يوازې پخپله له مخالفينو سره خبرې نه شي کولاى، ترڅو د ملي امنيت او تروريزم ضد ادارې هم په کې شاملې نه وي.
د کاپيسا د سولې پروسې مشر وايي، له وسله وال مخالفته لاس اخيستونكو دې ۵۶ كسانو سره د نغدو پيسو مرسته نه ده شوې، فقط نومونه يې ليکل شوي او وروسته به د ملي امنيت ادارې يا د سولې عالي شورا لخوا ورسره مرسته وشي.
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا نوى والي هم د کوهبند ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د هغه د واکمنۍ په مهال دا لومړى ځل دى، چې لسګونه مخالفين د سولې پروسې سره يو ځاى کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA