ads

غور کې یوه کس خپله ښځه وژلې

امنيتي چارواکي وايي، په غور ولایت کې یوه کس خپله ۲۵ کلنه ښځه وژلې ده.
د غور د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي کلید ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولایت د خواجه غار په سیمه کې شوې.

نویسنده: sarwan
23 تله 1396
غور کې یوه کس خپله ښځه وژلې

امنيتي چارواکي وايي، په غور ولایت کې یوه کس خپله ۲۵ کلنه ښځه وژلې ده.
د غور د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي کلید ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولایت د خواجه غار په سیمه کې شوې.
نظامي وایي، قاتل علي محمد نومېږي او د خپلې ښځې له وژلو وروسته هغې سیمې ته تښتېدلی، چېرته چې وسله وال طالبان حاکميت لري.
د نظامي په وینا، تر اوسه د دغې پېښې اصلي علت نه دی څرګند، خو په خبره يې د پېښې د عاملينو د نيولو لپاره د امنيتي ځواکونو څېړنې پيل شوې دي.
د یادولو ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم په ياد ولایت کې یوه ښځه د خپل خاوند له لوري وژل شوې وه چې په اړه يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA