د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د (بدر) په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل شول.
پکتيا کې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد عمليات به تر هغه په دې ولسوالۍ کې دوام کوي، تر هغه چې د دې ولسوالۍ اړوندې سيمې د وسله والو له شتونه پاکې شي.
سرچينه زياتوي، په دغو عملياتو کې د۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو سربېره ټول امنيتي ځواکونه ګډون لري.
دا عمليات په داسې حال کې پيل شوي، چې په دې ورستيو کې وسله والو په زرمت کې خپل فعاليت ډېر کړی دی.