د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانيا ځانګړي استازي اوين جنکنيز له جمهوررئيس محمداشرف غني سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا د ټيڼګار ترڅنګ له افغانستان سره د برېتانيا د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو همکاريو، سيمه ييزو مسايلو او همداراز د افغانستان او سويلي اسيا په اړه د امريکا متحدو ايالتونو د نوې ستراتيژۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئيس غني د حکومت او د افغانستان د خلکو په استازيتوب، په تېرو کلونوکې له افغانستان سره د برېتانيا د همکاريو قدرداني وکړه.
ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان لپاره د انګلستان د لومړي وزير ځانګړی استازی له افغانستان وروسته پاکستان ته سفر وکړي، چې په ترڅ کې به يې نوموړی د سيمه ييز ثبات ترڅنګ د افغانستان او پاکستان پر اړيکو د لندن د درې اړخيزې ناستې په اړه بحث وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ