امريکايي چارواکي وايي، د اېرما په نوم توفان د کارائيب ټاپوګان ځپلي او د کيوبا او د امريکا د فلورېډا ايالت پر لوري روان دی.
دغه توپان داسې مهال راپورته شوی چې تېره اونۍ هم د امريکا په تګزاس ايالت کې د هاروې په نوم سخت توپان تېر شو.
د امريکا د استازو مجلس د هغه توفان له قربانيانو سره د مرستې په توګه د ۷ اعشاريه ۹ ميليارده ډالرو طرح ومنله.
دا طرح به د تصويب لپاره سنا مجلس ته ځي او وروسته به د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ لهخوا لاسليک کېږي.
په همدې حال کې داسې تمه کېږي چې د ايرما توفان به تر هاروې شديد وي.
د ايرما توفان چې په ساعت کې د ۲۹۵ کيلومټره په چټکتيا باد ورسره ملګری دی، د اتلانتيک تر ټولو زورور توفان بلل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ