ads

اجمل ښکلی: خیال د انسان تر ټولو بختوره پېښه ده

د ژوند کولو لپاره تخیل او فکر اړین دي، ځکه باید فکر وکړو چې پوه شو څه ښه دي او څه بد، کومه لاره اواره ده او کومه شاړه؟
د کلید میاشتينۍ په دې ګڼه کې مو له هغه چا سره د زړه خواله کړې چې د ژوند کولو لپاره خیال او واقعيت دواړه مهم ګڼ

نویسنده: sarwan
11 زمری 1396
اجمل ښکلی:  خیال د انسان تر ټولو بختوره پېښه ده

د ژوند کولو لپاره تخیل او فکر اړین دي، ځکه باید فکر وکړو چې پوه شو څه ښه دي او څه بد، کومه لاره اواره ده او کومه شاړه؟
د کلید میاشتينۍ په دې ګڼه کې مو له هغه چا سره د زړه خواله کړې چې د ژوند کولو لپاره خیال او واقعيت دواړه مهم ګڼي.
کلید: که د کلید لوستونکو ته ځان ور وپېژنئ؟
ښکلی: مننه زه اجمل ښکلی یم. د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې زېږېدلی یم. لومړنۍ زدهکړې مې په پيښور کې کړې دي. وروسته مې د سید جمال الدین افغان په لیسه کې تر یوولسم ټولګي زده کړې وکړې. بیا مې دوولسم ټولګی د ننګرهار په عالي لیسه کې ولوست، وروسته مې زدهکړې د دوکتورا تر کچې په کابل پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو په برخه کې کړې دي او اوس همدلته د پښتو ادبیاتو استاد یم.
کلید: ولې مو پښتو ادبیات وټاکل؟
ښکلی: ځکه زما ورسره شوق و. ما له لومړيو د ادبياتو لپاره کار کاوه، د ښوونځي له وختونو مې څه ناڅه شاعري او لیکوالي کوله، ادبياتو ته بريالی شوم، په زړه مې ومنله او خوښ وم.
کلید: که انجنيري پوهنځي ته بريالي شوي واست، لوستله مو که نه ادبیاتو ته راتلئ؟
ښکلی: که څه هم زه په الجبر او فزیک کې ښه وم، خو نه مې خوښوله. ځکه چې ما فکر کاوه، زه هلته خپل فکر نه شم وړاندې کولای. ځکه هلته ډېرې ساینسي خبرې او ساینسي مسایل دي. نو له لومړیو زما او د ټولنې ترمنځ ډېر نږدې ارتباط پاتې شوی. بله دا چې په ماشومتوب کې مې له خپلې نیا (انا) کیسې اوریدلې، افسانوي کیسې. که زه انجنیر شوی وای، ما به داسې سړکونه او ماڼۍ جوړولې چې ژر به ړنګېدلې نو انجنیري کې به بریالۍ نه وم(په کړس خندا)
کلید: خو ډېری سړکونه اوس هم ژر تخربیږي؟
ښکلی: هههه، همداسې ده، خو اوس دلته فساد موجود دی چې يو شمېر سړکونه ژر تخربېږي.
کلید: لیکل مو څه وخت پیل کړل؟
ښکلی: زه چې کله د ښوونځي په دوره کې په لاهور کې وم، ځینې کالمونه او داستانونه مې لوستل چې هغه یو ډول شور راکې پیدا کړی و. ځینې وخت به موږ د کرکټ لوبې کولې، ما به د هغه لوبې په اړه ټول معلومات د یوه راپور په توګه لیکل، خو له خپل تخیل نه مې هم په کې کار اخیسته یا به چې کله له کورنۍ لرې شوم، خپلې خاطرې به مې لیکلې.
کلید: پیاده تګ مو خوښېږي؟
ښکلی: هو ډېر، ځکه زه په پیاده تګ سره کولای شم ښه فکر وکړم، همدا د دې سبب کېږي چې ته خیالي نړۍ ته ورشې او ټولې ستونزې هېرې کړې نو ځکه که نږدې ملګری راسره وي نو ښه، که نه نو په یوازې توګه پلی تګ کوم.
کلید: د فکر له اړخه ډېری وخت په خيالي نړۍ کې ياست که حقیقي؟
ښکلی: دواړه خواوې مې نیولي دي، ځکه پوهېږم چې له واقعیت تېښته ممکنه نه ده. که مې په واقعي ژوند کې کومه پېښه وشي، نو لومړی هغه حل کوم. له ماشومتوب راهیسې چې کله یوازې شم نو له ځان سره خیالي کیسې جوړوم او خیال د انسان تر ټولو بختوره پېښه ده، ځکه دا نه یوازې په شاعرۍ کې استعمالېږي، بلکې په ساینس او تکنالوژۍ کې هم استعمالېږي.
کلید: کوم ماشوم مو ډېر درباندې ګران دی؟
ښکلی: زه درې ماشومان لرم، خو نه شم کولای چې یو ته کمه او بل ته ډېره مینه ورکړم ځکه دا خپله د ماشوم پر ذهن بده اغېزه کوي، ټول یو برابر راته ګران دي.
کلید: چېرته مو سفرونه کړي دي؟
ښکلی: په افغانستان کې خو ډېرو ولایتونو ته تللی یم. کندوز پورې تللی یم، داسې تر شماله. کندهار پورې تللی یم، خوست مې لیدلی او ننګرهار ته خو ځم راځم.
پاکستان کې هم تر لاهور او پښتونخوا ګرځیدلی یم. اسلام اباد ته هم تللی یم.
کلید: کله مو علمي مډال اخیستی؟
ښکلی: د (څو انتخابه) کتاب له کبله زري کړکي علمي اکاډمۍ مډال راکړ، زه باور لرم چې زما کتاب به ډېر باکیفیته و، ځکه دا یوه علمي اکاډمي وه چې دا کتاب یې انتخاب کړ او دغه راز تېر کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملا مشک عالم مډال راکړ.
کلید: خبر شوي يو، چې محصلي مو په مسافرۍ کې تېره کړې، د شپې له لوري مو قطعه بازي هم کړې؟
ښکلی: په محصلۍ کې مې نه دي کړي ځکه ورته وزګار شوی نه یم، په لیلیه کې وم. کله کله به چکر ته تلو. خو کله چې زده کوونکی وم کړې مې دي.
کلید: کومه لوبه مو خوښه ده؟
ښکلی: کرکټ مې د خوښې لوبه ده.
کلید: پښتانه ولې کرکټ ډېر خوښوي؟
ښکلی: زه فکر کوم چې یو خو مطبوعاتو ورته ډېر کار وکړ. بل دا چې کرکټ داسې ده چې په هره برخه کې فعال یې، خو په والیبال او فوټبال کې بیا داسې نه ده. په کرکټ کې دا هم ډېر خوند درکوي چې ته شاټونه وهې او هر کله دې په مقابل کې یو کس ولاړ وي.
کلید: خپله مو د کرکټ لوبه کړې ده؟
ښکلی: ډېر کرکټ مې کړی دی. یعنې تر ادبياتو کرکټ ډېر راته ګران و او ګران دی، خو اوس يې اسانتياوې نشته. که دې ملګري نه وي نو له هر چا سره کرکټ لوبه نه شې کولای او بل وخت هم ورته په کار دی.
کلید: لوبې او ادبیات کوم تړاو سره لري؟
ښکلی: ولې نه، علوم او ادبیات یو ډول ذهني لوبه ده او دغه نور بیا فزیکي سپورټ دی. که هر یو ډېر شي نو په بل لوري اغېز لري. نو که تل لوبې کوې، له ادبياتو لرې کېږې. خو که دې ټول پام ادبیاتو ته وي، له جسمي پلوه به کمزوری وې. ما چې په ادبیاتو کې ډېر کار کړی دا برخه راته اړتیا لري.
کلید: ښه استاد څوک دی؟
ښکلی: ښه استاد هغه دی چې په خپله دنده کې اخلاص ولري. هغه چې د خپلو زدهکوونکو په اړه د یو نسل فکر وکړي، داسې فکر چې د دغه نسل پر وړاندې باید ناغېړي ونه کړي. داسې نه چې ورځ تېره کړي او معاش واخلي.
کلید: اورېدلي مو دي چې په دې وروستيو کې مو له محصلينو سره چلند توند شوی، ولې؟
ښکلی: نه، بلکل نه! داسې به نه وي. تند چلند نه کوم . له محصل سره اخلاص په کار دی چې وکولای شي خپلې پوښتنې درسره شریکې کړي. محصل سره تل تحصیلي اکاډمیک چلند په کار دی، که له دې چوکاټه بهر قدم کېښودل شي نو د محصل پر وړاندې ظلم دی. دلته افغانستان کې یوه ستونزه داده که دې محصل ته نمرې ډېرې ورکړې نو ښه استاد یې. که دې د ازموینې لپاره دې چا ته سوالونه ورکړل ښه استاد یې، خو زه فکر کوم دا د هغو کسانو لپاره چې راغلي څه زدهکړي لوی ظلم دی.
کلید: څنګه ښه لیکوالي وکړو؟
ښکلی: ښه لیکوالي هغه ده چې د ټولنې په اړه چې څنګه روایتي دودیز فکر دی، هغسې فکر ونه کړو. ښه لیکوالي هغه ده چې د ژوند په اړه داسې فکر ونه کړې چې بس هر څه منظم دي، سم دم دي. نه داسې نه ده ځکه چې ژوند منظم نه دی او هر نسل راځي، کوښښ کوي د خپلې سلیقې او خپلو تمایلاتو پر اساس ژوند جوړ کړي. ښه لیکوال هغه دی چې په خپل مخاطب کې انتقادي فکر وروزي، داسې تصور ورکړي چې زموږ کلچر ډېرې نیمګړتیاوې لري. هغه ته د تحول فکر ورکړي چې څنګه بدلون وکړو.
کلید: په کور کې مو ماشومان درته په کوم نوم غږ کوي؟
ښکلی: موږ به خپل مشر ورور ته لالا ويل، د هغه ماشومانو هم له موږ زده کړل او پلار ته به یې لالا ویل، زما ماشومانو هم له هغوی نه زده کړل او ماته لالا وایي.
کلید: میرمنې ته مو په کوم نوم غږ کوﺉ؟
ښکلی: په خپل نوم ورته غږ کوم.
کلید: د میرمنې نوم مو څه دی؟
ښکلی: د میرمنې نوم مې (ریزهګل) دی.
کلید: ولې په افغانستان کې ډېری خلک د خپلې مېرمنې د نوم په اخیستو شرمېږي؟
ښکلی: زمونږ په ټولنه کې له بده مرغه د ښځو په اړه مثبت فکر وجود نه لري. د نوم له اېښودو يې راواخله چې د زوی نوم په ملا صاحب ږدو او که مو لوڼې يوه دوې زياتې شوې نو بس بي بي نوم پرې ږدو چې نورې بس شي او خدای (ج) زامن راکړي.
زمونږ په ټولنه کې ښځه ددې لپاره موږ ته نه ده مهمه چې هغه یو انسان راته ښکاري بلکې ښځه تل زموږ ناموس وه. دا چې ښځه زموږ عزت او زموږ شرم دی نو ځکه باید د هغې نوم هم پټ وساتل شي. د هغې مخ پټ وساتل شي. په کار ده ښځه دومره تعلیم ونه کړي چې بیا د خپل حق غوښتنه وکړي ځکه دا هم موږ ته شرم دی، بې ناموسي ده.
کلید: تاسې د دوکتورا تر کچې زدهکړې کړې، ايا مېرمنې مو هم زدهکړې کړې؟
ښکلی: دا په خپله یو تبعیض دی چې زموږ په ټولنه کې ښځو ته کم او نارینه ته ډېر ارزښت ورکول کېږي. زما مېرمنې زدهکړې نه دي کړې، ځکه پلار ته یې د هغې زدهکړې مهمې نه وې، خو زما زدهکړې مې د پلار لپاره ډېرې مهمې دي.
کلید: لومړی شعر مو حماسي و که عشقي؟
ښکلی: لومړنی شعر راته نه دی یاد، په لومړیو کې به ما لنډۍ له ځان سره تکرارولې. خو حماسي شعرونه مې کم لیکلي، ډیری یې رومانتیک دي.
کلید: په شعرونو کې مو د مينې خبرې ډېرې دي، مين شوي ياست او ايا بريالي وﺉ؟
ښکلی: مینتوب خو داسې وي چې یو نه وي څو وي. کله کله په کې څوک ناکامېږي چې زه ناکام شوی هم نه یم، که کامیابي دې ته ووایې چې په اخر کې واده وکړې نو په ځینو مینو کې کامیاب شوی هم نه یم.
کلید: څو ځله مین شوی یې؟
ښکلی: هههههه دا خو راته نه دي معلوم. د ټولنیزو مسایلو لپاره سړی د دې په اړه څه نه شي ویلای دا چې هر څومره ټولنه آزاده وي، ځینې داسې خبرې وي چې هغه د افرادو تر منځ وي او هغه بهر نه وځي او نباید هم بهر ووځي.
کلید: شعر مو ښه ملګری دی که داستان؟
ښکلی: داستانونه هم زه لولم خو داستانونه نه لیکم، خو شعر لیکم او لولم نو چې کله عادي یم نو داستانونه لولم وخت هم ورته لرم او چې کله احساساتي یم بیا شاعري کوم خو دا مې خوښېږي چې خلک مې د شاعر په توګه نه، د لیکوال په توګه وپیژني.
کلید: داسې شعر مو لیکلی چې په هغه مو مېرمن درنه مروره شوې وي؟
ښکلی: زما مېرمن داسې ده چې شعر لوستی هم نه شي او زه فکر نه کوم چې واده دې د یو چا د هنر مخه ونیسي. هنر خو داسې نه دی چې یواځې دې مجردان وپنځوي نو دا به ګمان کوم چندان معقول چلند نه وي.
که مو د ژوند وروستۍ ورځ وي او خدای (ج) تاسې ته د یوې بلې ورځې کلید: چانس درکړي څه به کوﺉ؟
ښکلی: هېڅ هم نه شم کولای ځکه زما ډیری کارونه له پلان سره سم مخته ځي نو فکر کوم په هغه ورځ به هېڅ هم ونه شم کولای.
کلید: مننه چې زموږ بلنه مو ومنله
ښکلی: ډېره مننه ستاسې نه هم.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA