ads

پر داعش خراسان د امریکا بندیزونه، تبلیغات، که یې د مخنیوي اقدام؟

د امریکا متحده ایالاتو څلور افغانان د داعش خراسان څانګې د مشرانو او دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو په تور د ترهګرو په تور نوم‌لړ کې ځای کړي دي.

تاج ولي غورځنګ
2 لیندۍ 1400
پر داعش خراسان د امریکا بندیزونه، تبلیغات، که یې د مخنیوي اقدام؟

ثناالله غفاري، سلطان عزیز عزام او مولوي رجب د داعش- خراسان څانګې په مشرتابه کې د دوی د رول په خاطر نړیوال ترهګر نومول شوي او پر عصمت‌الله خلوزي بیا دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو له امله نړیوال بندیزونه لګول شوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، متحده ایالات به د تروریزم د ځپلو لپاره له هرې لارې ګټه واخلي.
د امریکا مالیې وزارت وايي، عصمت الله خلوزی تورن دی چې ترکیه کې د حوالې په نوم د پیسو د لېږدولو د یوې غیرقانوني شبکې له لارې یې د داعش – خراسان څانګې ته مالي مرستې استولي.
د دې وزارت د بهرنۍ شتمنۍ د کنټرول برخې مسوولې اندریه ګاکي وویل، دغه اقدام د دې ښکارندويي کوي چې متحده ایالات د داعش پر وړاندې جدي دی او نه پریږدي چې غړي یې له نړیوال مالي سیسټمه په استفادې په افغانستان کې او له هغې ورهاخوا د تروریستي فعالیتونو ملاتړ وکړي.
خو په ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت بیا وایي چې امریکایي لوری یوازې د داعش پر وړاندې تبلیغاتي مبارزه کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي، امریکا غواړي چې داعش په نړۍ کې یو ځواک وښیي، ترڅو د نورو هېوادونو هم پام ورته واوړي.
«د داعش پر وړاندې د امریکا مبارزې ډېر ځله تبلیغاتي رنګ لري. دا اوس یي هم چې کومو کسانو پر وړاندې ګام پورته کړی د تبلیغاتي رنګ یو اړخ دی. په دې کې داسې کسان هم شته څو کاله وړاندې مړه دي.»
بل لور ته د چارو شنونکي داعش په افغانستان کې یوه ستونزه بولي او له افغانستان اسلامي امارت څخه غواړي چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی حسن حقیار وایي چې داعش په افغانستان کې یوه ستونزه ده، خو په وینا یې، جدي خطر نه‌دی.
نوموړی زیاتوي، که امریکا او نړیوال وغواړي ښایي په افغانستان کې د داعش ریښې له منځه لاړې شي.
«داعش د افغانستان لپاره ستونزه ده، خو جدي ګواښ یې نشو بللی. خو یوه خبره روښانه ده هغه دا چې که امریکا او د نړۍ هېوادونه وغواړي چې په افغانستان کې داعش له منځه ولاړ شي، باید دوی هم په دې برخه کې جدي مبارزې وکړي او که د داعش پروژې تر شا دوی ولاړ وي، ښایي بیا افغانستان ته هم ګواښ پیښ کړي او د سیمې هېوادونو ته هم.»
په ورته مهال د سیاسي او پوځي چارو شنونکی ډاکټر عبدالهادي قریشي وایي، د افغانستان اسلامي امارت باید د داعش کړنو ته جدي پام وکړي او پرې‌ نږدي چې دوی په هېواد کې ریښې پیدا کړي. نوموړی زیاتوي، د افغانستان اسلامي امارت باید د هېواد امنیت پر وړاندې هر ګواښ له منځه یوسي.
«دا د اسلامي امارت دنده ده چې امنیتي ګواښ له منځه یووسي ځکه امنیتي واړه ګواښونه هم کولای شي د هېواد روان حالت وګواښي. که دا کار و نه کړي ښایي راتلونکي کې لویه ستونزه ترې جوړه شي.»
تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان وضعیت تیاره وښود او ویې ویل چې د اسلامي دولت ډله یا داعش د پیاوړي کېدو په حال کې ده او اوس نژدې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې فعالیت کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA