د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، له خلیلزاد سره یې پر افغان سولې بشپړې خبرې کړي او په دې اړه د دوی تر منځ ګټور بحثونه وشول.
له دې لیدنې څخه باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي، دواړو لورو په شوې کتنه کې له افغان حکومت سره د سیمهییزو او نړیوالو مرستو په تړاو هم مشوره کړې ده.
خلیلزاد تېره ورځ اسلام اباد ته هم تللی و او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوېد بجوا سره ولیدل.
د پاکستان پوځ تېره ورځ ویلي و، د دوی تر منځ په لیدنه کې پر افغان سوله، سیمهییز امنیت او ورته نورو مسایلو بحثونه وشول.
خلیلزاد پر داسې مهال نوي ډیلي ته سفر کوي چې هندوستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په تړاو اندېښمن دی.
د هند حکومت له امریکا غوښتي، تر هغه چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ اوربند نه وي ټینګ شوی، امریکایي سرتیري دې له افغانستان څخه نه وځي.