د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي تېره شپه ناوخته پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، غوره داده چې طالبان د افغانستان ننني واقعیتونه درک کړي.
د نوموړي په خبره، د طالبانو اصلي طرف افغان دولت دی چې د افغانانو د غوڅ اکثریت استازیتوب کوي.
د ده په خبره، د دې ډلې وروستۍ څرګندونې د پلمو او د سولې په پروسه کې د وخت ضایع کولو دوام ښيي.
هغه زیاته کړې، د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشي کېدو سره نور له طالبانو سره هیڅ کومه پلمه نه ده پاتې.
صدیقي وایي، د دې وخت را رسېدلی چې دا ډله له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې د پایته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني.