دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له لس نیم میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۷۸۸ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۶۰ زره او ۶۳۲، په بریټانیا کې ۴۳ زره ۹۹۱، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۳۶۴، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۸۶۴، په هندوستان کې ۱۷ زره او ۴۰۰، په ایران کې ۱۰ زره او ۹۵۸ او په پاکستان کې ۴۳۹۵ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.