د هلمند والي تورن جنرال محمدیاسین خان پرون د یوې خبرې ناستي پرمهال رسنیو ته وویل، چې د اورکم له اونۍ راهسې افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې په دفاعي حالت کې پاتې شي، خو په خبره یې، وسله وال طالبان د سولې په خبرو کې د امتیاز په تر لاسه کولو سره پر افغان ځواکونو بریدونو ته زور ورکوي.
د والي په وینا، په تېرو درېیو اونیو کې افغان امنیتي ځواکونو ۷۹ وسله وال طالبان په متقابلو بریدونو کې وژلي او ۱۷ نور یې ژوندي نیولي دي.
د هغه په خبره، په دغو بریدونو کې ۱۵ افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا، په دغه خبرې ناسته کې د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي هم دې خبري ناستې ته دا خبره وکړه، چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې وو، خو د دښمن له خوا پر دوی بریدونه کېدل.
د یادولو وړ ده چې د اوکم اونۍ تر پای ته رسېدو وروسته وسله والو طالبانو بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.