ads

خوستیان: د ښار په منځ کې کنډ کپر سړکونه دې ورغول شي

خوست ښار، چې د نورو ولایتونو د ښارونو په پرتله کوچنی دی، خو نفوس او ګڼه ګوڼه پکې خورا زیاته ده. ویل کېږي چې د دغه ښار نقشه د ۲۵ زره نفوس لپاره په پام کې نیول شوې وه، خو اوس مهال د ناتایید شوو شمېرو له مخې په دغه ولایت کې شاوخوا دوه میلیونه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 لړم 1398
خوستیان: د ښار په منځ کې کنډ کپر سړکونه دې ورغول شي
د خوست ښار د سرکونو ناوړه حالت

خوست ښار، چې د نورو ولایتونو د ښارونو په پرتله کوچنی دی، خو نفوس او ګڼه ګوڼه پکې خورا زیاته ده.
ویل کېږي چې د دغه ښار نقشه د ۲۵ زره نفوس لپاره په پام کې نیول شوې وه، خو اوس مهال د ناتایید شوو شمېرو له مخې په دغه ولایت کې شاوخوا دوه میلیونه خلک اوسېږي.
د ښار کوچنۍ نقشه، تنګ او کنډ کپر سړکونه، د باران اوبو د وتلو لپاره د لارې نشت او ترڅنګ یې د خلکو ګڼه ګوڼه هغه څه دي، چې د ښار نقشه یې بدله کړې ده. خلک او کاروباریان یې له ستونزو سره مخ دي.
د خوست ‎ښار دوه تنه اوسېدونکي سلیمان ژوندی او مطیع الله پر خوست ښاروال او نورو مسولینو نیوکه کوي، چې ګني په بار بار یې له ولس سره د ښار داخلي سرکونو او نورو شته ستونزو په تړاو ژمنې کړې، خو وایي یوازې د خولې خبرې پاتې شوې او په عمل کې یې څه نه دي ترسره کړي.
خوست ښاروال انجنیر عبدالبصیر محمدزی د ښار د داخلي سرکونو خرابوالی او دې ورته نورې ستونزې مني، خو نوموړی پړه پر نورو هغو ښاروالانو وراچوي، چې له ده وړاندې یې په خوست کې د ښاروال په صفت دندې اجراکړي.
هغه وایي، له ده وړاندې په تېرو ۸ کلونو کې ښاروالۍ ریاست د ښار یو کیلومتر سړک هم نه دی رغولی.
ښاروال وایي، لویه ستونزه یې د بودجې نشت دی، چې په خبره یې اوس مهال خوست ښاروالي یوازې ۲،۳ میلیونه افغانۍ بودجه لري.
د ښاروال په خبره د ښار داخلي سړکونو لپاره ۶ میلیونه ډالرو ته اړتیاده، چې د ښاروالۍ ریاست له وسه پورته خبره ده.
خو نوموړی ښاریانو ته ډاډ ورکوي، چې د یادو سړکونو د رغښت لپاره به د بودجې په پیداکولو کې خپلې هڅې ونه سپماوي.
د خلکو په خبره، که چیرې داخلي سړکونه پخپل وخت ونه رغول شي او د باران اوبو ته د وتلو لارې پیدا نه شي، ممکنه چې په ښار کې هغه سړکونه چې رغول شوي، بیرته له کاره ولوېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA