د مكسيكو امنيتي ادارو خبر وركړى، چې د دغه هېواد په اګوليلا سيمه کې د يوې وسله والې ډلې په بريد کې ۱۴ پوليس افسران وژل شوي دي.
د مكسيكو د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د دې پېښې د عاملينو د نيولو هڅې يې پيل کړي او ډېر ژر به يې تر نيولو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.
تر دا مهاله څرګنده نه ده، چې ياده پېښه له ترهګرۍ سره تړاو لري که نه او کومې وسله والې ډلې يې هم په اړه تبصره نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم يوې وسله والې ډلې د مكسيكو په جنوب ختيځه برخه کې يوه رسټورانټ ته تر ننوتلو وروسته پر ناستو کسانو ډزې وکړې او ۲۹ تنه يې ووژل.
دا په دغه هېواد كې د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو خونړۍ پېښه وه.