دفاع وزارت خبر ورکړی چې په بادغېس کې د هوایي عملیاتو په پایله کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په ابکمري ولسوالۍ کې د هوایي عملیاتو په پایله ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یو سراچه ډوله موټر او څلور موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
بلخوا، د دفاع وزارت په بله اعلامیه کې راغلي چې د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.