ads

د باغیس په مرکز قلعه نو کې ترهګریز برید پای ته ورسېد

د بادغيس په مركز قلعه نو ښار كې وسله وال بريد تر شاوخوا پنځه ساعته جګړې وروسته پاى ته ورسېد. د جمعې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې پنځه وسله وال كسان د قلعه نو ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند يوه هوټل ته ننوتل او تر مازديګره يې له امنيتي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 چنګاښ 1398
د باغیس په مرکز قلعه نو کې ترهګریز برید پای ته ورسېد
په بادغیس کې امنیتي ځواکونه د ترهګرو د له منځه وړلو په حال کې

د بادغيس په مركز قلعه نو ښار كې وسله وال بريد تر شاوخوا پنځه ساعته جګړې وروسته پاى ته ورسېد.
د جمعې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې پنځه وسله وال كسان د قلعه نو ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند يوه هوټل ته ننوتل او تر مازديګره يې له امنيتي ځواكونو سره جګړه وكړه.
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، امنيتي سرتېرو درې بريد كوونكي ووژل او دوه تنه نور يې ونيول.
په خبرپاڼه كې راغلي، په دغه وسله وال بريد كې د ملكي وګړو په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او ادعا يې كړې، چې دا بريد دوو بريد كوونكو ترسره كړى، چې په ترڅ كې يې د قلعه نو ښار د درېيمې امنيتي حوزې د آمر يوسف اخګر په ګډون ۲۵ پوليس وژل شوي او پنځه نور افغان سرتېري ژوبل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA