د فراه په خاك سفيد ولسوالۍ كې يوه ملا امام ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت والي محمد شعيب ثابت وايي، دا ملا امام محمد نومېږي، لومړى يې د خپلې كورنۍ پر غړو ډزې كړي او وروسته يې چې ګاونډيان د ډزو د علت معلومولو لپاره د ده كور ته ورځي، پر هغوى هم ډزې كوي.
د نوموړي په خبره، ياده پېښه د وسله والو طالبانو تر كنټرول لاندې سيمه كې رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې د دواړو كورنيو ۱۱ غړي وژل شوي او يو بل تن ټپي دى.
ويل كېږي دغه قتلونه د ميراث پر سر د اختلاف له كبله شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ