د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي، د داعش ډلې د رهبر ابوبکر البغدادي ۱۶ مرستيالان يې د سوريې په سوسه سيمه کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې وژلي دي.
د العربيه ټلويزيوني شبکې د راپور له مخې، يوه عراقي قوماندان اعلان کړی، چې دا کسان د عراقي پوځ په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
دغه قوماندان ويلي، په يو بل بريد کې د داعش ډلې اړوند ۱۳ ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي، چې غوښتل يې په بغداد، کربلا، سامرا او کرکوک کې بريدونه ترسره کړي.