په کندهار کې د افغان ترک ښوونځیو د زدهکونکو کورنۍ د هغه مکتوب په تړاو اندېښنه ښيي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د اقتصاد وزارت ته لېږل شوی او پکې له دغه وزارت د افغان ترک ښوونځيو د منحل کېدو غوښتنه شوې ده.
دا کورنۍ وايي، د بهرنیو چارو وزارت اقتصاد وزارت ته يو مکتوب استولی او په هغه کې له دغه وزارت د افغان ترک ښوونځیو د منحل کېدو غوښتنه شوې ده.
دوی په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو د دوام او د دغه ښوونځیو د ښوونکو د مصوونيت غوښتنه کوله.
په همدې تړاو په کندهار کې د جوړې شوې غونډې په پای کې د یادو زدهکونکو د چارواکو له لوري يو پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې له افغان او ترکي حکومتونو په افغانستان کي د یادو ښونځیو د دوام غوښتنه پکې شوې وه.
دوی د دې تر څنګ یادونه وکړه که يې یادې غوښتنې ونه منل شي، نو په سولهيیزو لاريونونو په لاس پورې کړي.
افغان ترک ښوونځي چې د نړۍ په شاوخوا ۵۰ هېوادونو کې څانګې لري، د فتح الله ګولن په نوم د يوه ترکي الاصله امریکايي کس له خوا اداره کېږي.
دغه موسسه د افغانستان په ۷ لویو ولایتونو کې ۱۴ښوونځي لري چي څه باندي ۸۰۰۰ زره زده کوونکي پکې په زدهکړو بوخت دي.
په ترکیه کې د ۲۰۱۶ مېلادي کال له ناکامي کودتا وروسته چې پړه یې په فتح الله ګولن اچول شوې، ترکيې له افغان حکومت وغوښتل چې د افغان ترک ښوونځيو واک دوی ته وسپاري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ