په خوست كې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ له تېرو دوو ورځو راهيسې يو ځل بيا د ځمكې د ملكيت پر سر نښته پيل شوې ده.
د جګړې له ډګره د منګلو قومي مشر فلک خان منګل کليد ته وويل، چې جګړه په وقفه يي ډول روانه ده او ښکېلو غاړو يو بل ته سنګرونه نيولي دي.
د خوست سرپرست امنيه قوماندان سمونمل عبدالحنان له سيمې وايي، چې له دواړو خواوو پنځه تنه ژوبل شوي، پوليس او د ملي اردو سرتېري د جګړې منځ ته تللي دي.
د هغه په خبره، دوى د غرونو سرونو ته نه شي ختلى، ځکه ډزې پرې كېږي.
دى زياتوي، هڅه کوي، چې جګړه كراره كړي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د منګلو او مقبلو قومونو خواخوږي ځوانان د شخړې هواري لپاره پراخ کمپاينونه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ