نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د خوست ښار په جنوب لوېديځه څنډه کې د دويمې امنيتي حوزې د پوليسو د پلټنې ځای کې چاودنه شوې ده.
د خوست امنيه قوماندانۍ په وينا، چاودېدونکي توکي له وړاندې سيمه کې ځای پر ځای شوي وو او د پوليسو د دندې په مهال يې چاودنه کړې، چې له کبله يې دوه ملي پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.
امنيتي مسوولين وايي، چاودنه ډېره زوروه نه وه او نور چا ته يې زيان نه دی اړولی.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ