ads

نيمه نړۍ لا هم محکومه ده

كه څه هم په تېره یوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د اعادې او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره ډېرې هڅې شوې او د دوی د ملاتړ په نوم لسګونه بنسټونه هم جوړ شوي، خو تر دې مهاله هم د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی دوام لري او حتا په وروستیو کې د تاوتريخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

نویسنده: The Killid Group
4 کب 1395
نيمه نړۍ لا هم محکومه ده

كه څه هم په تېره یوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د اعادې او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره ډېرې هڅې شوې او د دوی د ملاتړ په نوم لسګونه بنسټونه هم جوړ شوي، خو تر دې مهاله هم د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی دوام لري او حتا په وروستیو کې د تاوتريخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
تېره اوونۍ د بشري حقونو خپلواک کمسیون هم په دې تړاو اندېښنه وښوده او له امنيتي ادارو یې وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
د بشر حقونو کمسیون مشره سيما سمر وايي، د عدالت په پلي کولو کې باید امنیتي ادارې ورسره مرسته وکړي: ((که پوليس مرسته ونه کړي، موږ که هر څومره عدلي او قضايي ارګانونه پياوړي کړو، عدالت نه شي راتلی. موږ له دې حالاتو يوازې څارنه کوو، که عملي نه شي بیا يې هم پوښتنه کوو.))
سيما سمر همداراز له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې د بشر حقونه رعايت کړي او د بشر ضد اعمالو مخه ونيسي: ((له مېرمنو سره ناوړه چلند کېږي، په ټولنه کې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي او په انساني سترګه نه ورته کتل کېږي، امنيتي ارګانونه باید د داسې ناوړه پېښو مخنیوی وکړي.))
له بل لوري ددغه کمسیون غړې ثریا صبحرنګ وايي، له دوی سره د مېرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا ۳زره قضيې ثبت شوې دي: ((له بده مرغه چې د مېرمنو په وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی، په زور د نجونو ودول او فزيکي او رواني تاوتريخوالی ورځ په ورځ په ډېرېدو دی، ډېر کسان په اسانۍ د ناموسي وژنو په نوم خپله مېرمن، خور او لور وژني.))
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوال سازمان هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې. په دې سازمان کې د افغانستان د مسايلو مسووله حوريه مصدق وايي، دوی له افغان دولت د دې پېښو جدي پلټنه غواړي. مصدق زیاتوي، که افغان دولت په دې برخه کې هڅې ونه کړي، دوی به د نړيوالې ټولنې له لوري پرې فشار راوړي.

د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې
په دې وروستيو کې د هېواد له بېلا بېلو سيمو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي راپورونه ورکول کېږي. د سلواغې په ۲۳مه د نورستان ولايت په واما ولسوالۍ کې یوه ښځه او هلک د خلکو له لوري په عام محضر کې ووژل شول. دغه هلک او ښځې غوښتل له یو بل سره له خپلې سيمې وتښتي، د نورستان د ښځو چارو رييسه مېرمن زاهده وايي چې فاتحه او هدايتالله د تېښتې په حال کې پوليسو نيولي، خو د دوی کورنيو په زور په ولسوالۍ هجوم ور وړی، هلک او مېرمن يې له ځان سره بېولي او په عام محضر کې يې وژلي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي چې په دې پېښه کې درې تنه پوليس هم ټپيان شوي دي او خلکو د ولسوالۍ دروازې ماتې کړې دي: ((د خلکو له لوري درې پولیس ډېر سخت ټپیان شوي دي، هلک او هغه مېرمن چې څو ورځې وړاندې واده شوې وه، دواړه وژل شوي دي.))
تر دې څو ورځې وړاندې په بادغېس ولایت کې هم يوه مېرمن د خپل خاوند له لوري ووژل شوه. د بادغېس د والي وياند ظاهر بهاند وايي، په قدس ولسوالۍ کې يوه ۲۴کلنه ښځه د خپل خاوند له لوري زندۍ کړل شوه: ((دغه سړی خپله مېرمن د خسر له کوره راولي، په کور کې يې په کومه موضوع بحث راځي، له خبرو اړولو رااړولو وروسته مېرمن زندۍ کوي او وژني.))
دغه راز په باميان ولایت کې د ناپېژاندو کسانو له لوري د سلواغې مياشتې په ۱۴مه يوه شل کلنه نجلۍ د چاقو په وسيله ووژل شوه. د باميانو د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر محمدعلي لكزي وويل، ياده نجلۍ امنيتي ځواكونو ولايتي روغتون ته ولېږدوله چې د درملنې پر مهال يې ساه وركړه. لکزی وايي چې په دې تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او جسد يې د عدلي طب د کتنو لپاره کابل ته لېږدول شوی.
د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ په يوه بله پېښه کې د سلواغې په ۱۲مه یوه خاوند د زرينې په نوم له خپلې ۲۳کلنې مېرمن غوږونه پرې کړل، زرينه وايي چې له زاريو سره سره يې پرې رحم ونه کړ: ((د شپې يې لاسونه او پښې راوتړل، ډېرې زارۍ مې ورته وکړې، ويل يې طلاقوم دې، خو داسې حالت ته دې رسوم چې بیا بل څوک هم واده درسره ونه کړي، په چاړه يې دواړه غوږونه راپرې کړل.)) زرينه په ۱۳کلنۍ کې واده شوې، پلار يې پخوا مړ شوی او مور يې هم معلوله ده. دا وايي چې خاوند يې بې ځايه شکونه پرې کول او د پلار کور ته به يې نه پرېښوده. د کشندې ولسوالۍ پوليسو ويلي چې د زرينې خاوند تېښتېدلی دی.
تر دې پېښې وړاندې د بدخشان په يفتلبالا ولسوالۍ خمبيل سيمه کې د کيوي په نوم هم يوه شل کلنه نجلۍ د مولوي سيفالله په نوم د یوه طالب قومندان له لوري د کورنۍ د غړو په مخکې له دې کبله ووژل شوه چې کورنۍ يې نه غوښتل مولوي سيفالله ته يې ورکړي.
د همدې ولایت په يمګان ولسوالۍ کې هم تر دې يوه ورځ وړاندې وسله والو طالبانو د امير بېګم په نوم يوه پېغله د بداخلاقۍ په تور د خپل پلار په کور کې په ډزو ووژله. د دې ولایت د بشري حقونو کمسيون د سيمهييز دفتر مشره عارفه نويد وايي چې په نژدې وختونو کې دا د بدخشان په يمګان، وردوج، شهدا او يفتل بالا سيمو کې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو اووم قتل دى چې کېږي. نويد زیاتوي چې له دې کبله چې يمګان ولسوالي د طالبانو په ولکه کې ده، دوی نه شي کولای د نجلۍ له کورنۍ سره وويني. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
همداراز د سلواغې په ۴مه د بادغېس په قادس ولسوالۍ کې د نسيمې په نوم ۱۶کلنې نجلۍ ځان وواژه، د بادغېس د ښځو چارو رييسه زرغونه شېرزاد وايي چې ياده نجلۍ د پلار او تره له لوري په زور واده کېده، له همدې کبله يې ځان وواژه. د بادغېس امنيتي چارواکي وايي چې په دې تړاو يې درې کسان نيولي، خو د نجلۍ کورنۍ په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. په بادغېس کې تر دې لس ورځې وړاندې هم يوه نجلۍ د خپل پلار له لوري د نامشروع جنسي اړيکو د لرلو په تور ووژل شوه.
همداراز په تېره مرغومي مياشت کې د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې د سميرا په نوم ۲۱کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړ. د دې ولایت د والي وياند محمد رضا غفوري وايي چې نجلۍ په خپل کور کې ځان زندۍ کړی، خو د علت په اړه يې څه ونه ويل. په همدې تېره مرغومي مياشت په سرپل ولایت کې هم د ګلرخ په نوم يوې نولس کلنې نجلۍ ځان وواژه، د سرپل د والي وياند ذبيحالله اماني وايي، ګلرخ په زور واده کېده ځکه يې ځان وژلی چې اوس يې پلار د پوليسو په بند کې دی او څېړنې ترې کېږي.
له بلې خوا په کندهار کې څه وخت وړاندې د يوه تعويذ ليکونکي له لوري د پلوشې په نوم په يوې نجلۍ جنسي تېری وشو. تعويذ ليکونکی له څه موده بند تېرولو وروسته بېرته د پولیسو له لوري ازاد کړل شو. پلوشه له دولت عدالت غواړي، هغه وايي چې تعويذ ليکونکی په ۱۷کاله بند محکوم شوی، نو بیا ولې ازاد کړل شو: ((هغه اوس ماته ګواښونه کوي چې له دې کار انکار وکړه او د وژلو ګواښ راته کوي، ان د تېري په وخت کې يې هم راته ويل چې په پاکستان کې د ۲سوه طالبانو مشر دی، که چاته ووايم نو هم به مې پلار او هم به مې ورور راووژني. ثبوت هم پرې شته بیا هم ازاد ګرځي. له بشري حقونو کمسیون، نړيوالو بنسټونو او دولت عدالت غواړم.)) د پلوشې مور وايي چې تعويذ ليکونکی ملا وليجان د پیسو او واسطې په زور له بنده خوشې شوی دی.
په همدې حال کې د مرغومي مياشتې په ۱۵مه روزګان ولایت کې د مروه په نوم د پوليسو يوه پخوانۍ افسره د خپل خاوند له لوري ووژل شوه. د روزګان د ولایت مرستيال عبدالواحد پټان وايي چې د پوليسو افسرې خاوند نيول شوی او تر څېړنو لاندې دی: ((مروې څه موده وړاندې له دندې استعفا ورکړې وه او له خپل خاوند يې د طلاق اخيستو عريضه کړې وه او خاوند يې په مرګ ګواښلې وه.)) د مروې مور پوليسو ته ويلي چې لور يې خپل خاوند لعل جان وژلې او بايد چې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

عاملینو ته د جزا نه ورکړه
د ښځو د حقونو فعالانې وايي، تر هغې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملينو ته جزا ورنه کړل شي، د تاوتریخوالي مخنیوی ناممکن دی.
د مېرمنو د حقونو یوه فعاله محموده تقوا وايي، دولت باید له شعارونو تېر شي او په عملي توګه لاس په کار شي: ((موږ دې ته حيران يو چې په دې شپاړسو کلونو کې حکومت ونه توانېد، يوازې په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي، مېرمنې وهل کېږي، وړې نجونې په بدو کې ورکول کېږي، ډېری وخت چې دولت مجرمين نيولي، څو ورځې وروسته د واسطې او ګوندي اړيکو په مټ بېرته خلاص شوي او کورنيو ته يې لا ستونزې جوړې شوې.))
اخوا د ښځو د حقونو بله فعاله نفيسه سيلۍ وايي، دولت د ښځو د حقونو د ساتلو له دومره شعارونو سره سره مېرمنو ته کار نه دی کړی. نوموړې زیاتوي، له اسلامي اصولو او قانون ناخبرۍ، ناامنيو، او اقتصادي ستونزو د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زیات کړی: ((که په څو کسانو قانون پلی شوی وای، نن به د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی دومره نه زیاتېده، د عامه ذهنیت د کچې ټيټوالی هم یو بل سبب دی چې تاوتریخوالی ورسره زیات شوی.)) نفيسه سيلۍ له دولت غواړي چې د ښځو ژوند ته پام وکړي او په عملي توګه د دوی له پاره کار وکړي، نه دا چې هر کار يې يوازې د شعار له پاره وي او په عمل کې هېڅ هم نه وي.

د پوهاوي لوړولو هڅه
په داسې حال کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری پېښې په لرې پرتو ولایتونو کې رامنځته کېږي، د ښځو چارو وزارت وايي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوی لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېروي.
د دغه وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د کمېدو او مخنیوي په هدف یې د عامه پوهاوي تګلاره جوړه کړې او اجرایوي ادارو ته سپارل شوې ده: ((ټولو اجرايوي ارګانونو خپل تطبيقي پلانونه له موږ سره شريک کړل چې څه ډول به دا تګلاره پلې کوي. د ښځو چارو وزارت تر خپله وسه د خلکو د عامه پوهاوي له پاره کار کوي چې یادو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي. د ښځو په حقوقو د پوهېدو له پاره مو له حج او اوقافو وزارت سره يو تفاهم ليک لاسليک کړی چې له موږ سره يو ځای کار وکړي او خلکو ته پوهاوی ورکړي.))
د ښځو چارو وزارت مرستياله سپوږمۍ وردګ وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی تر ډېره تر قانوني عمر مخکې د نجونو د ودولو، قوانينو ته د نه درناوي او په بدو کې د نجونو د ورکولو له کبله رامنځته کېږي: ((په يوه ټولنه کې چې نجلۍ په ډېر لوړ ولور واده شي او د ولور په نوم ډېرې پيسې ترې واخيستل شي، نجونې په بدو کې ورکړل شي، نجلۍ له کوم تفاهم پرته واده شي، نو په داسې حالت کې خامخا مېرمنې له تاوتريخوالي او ستونزو سره مخ کېږي.))
وردګ زیاتوي، د روان کال د لېندۍ له مياشتې را په دې خوا د هېواد په کچه ۳۱ناموسي قتلونه شوي چې ډېری يې د کورني تاوتريخوالي له کبله دي، خو خلک ناموسي رنګ ورکوي.
نوموړې زیاتوي، دا هغه پېښې دي چې رسنيو افشا کړې خو ښايي ډېرې نورې دا ډول پېښې هم وي چې افشا شوې نه دي.

د پولیسو ژمنه
پــه داسـې حــال کــې چــې د ښځــو پر وړاندې د تاوتریخوالي په یو شمېر پېښو کې په پوليسو هم نیوکې شوې چې په مخنيوي کې یې ناغېړي کړې او یا هم خپله په ځینو پېښو کې ښکېل دي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره جدي هڅې کوي. د دې وزارت وياند صديق صديقي وايي، پولیس تل د دغه ډول پېښو پر وخت قانوني چلند کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA