ads

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون طرحه او غبرګونونه

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د خپل کار لومړی پړاوو پای ته ورساوه او خپله طرحه یې د حکومت اجراییه ریاست ته پرون وسپارله. دا طرحه داسې مهال حکومت ته د همدې کمېسیون له وړاندېزونو سره یو ځای سپارل کېږي چې له دې وړاندې یې دوو تنو د کمېسیون پرېکړې د شخصي غوښتنو ښکار وبللي او […]

نویسنده: The Killid Group
9 وږی 1394

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د خپل کار لومړی پړاوو پای ته ورساوه او خپله طرحه یې د حکومت اجراییه ریاست ته پرون وسپارله. دا طرحه داسې مهال حکومت ته د همدې کمېسیون له وړاندېزونو سره یو ځای سپارل کېږي چې له دې وړاندې یې دوو تنو د کمېسیون پرېکړې د شخصي غوښتنو ښکار وبللي او زیاته یې کړه چې د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه یې په نظر کې نه دي نه نیولي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د خپل کار لومړی پړاوو پای ته ورساوه او خپله طرحه یې د حکومت اجراییه ریاست ته پرون وسپارله. دا طرحه داسې مهال حکومت ته د همدې کمېسیون له وړاندېزونو سره یو ځای سپارل کېږي چې له دې وړاندې یې دوو تنو د کمېسیون پرېکړې د شخصي غوښتنو ښکار وبللي او زیاته یې کړه چې د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه یې په نظر کې نه دي نه نیولي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون په خپلې طرحې کې یوولس وړاندیزونه کړي چې مهم یې د ټولو رايي کارتونو ابطال، د رایې په غیرمستقیم ډول یعنې قابل انتقالېدل او د ګوندونو لپاره په ولسي جرګه کې د یوه ثلت څوکیو ځانګړي کول، د رایې اچونې په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د لېست اعلان، د کمېشنرانو شمېر اوو تنو ته راټېټدل او د ولایتي کمېشنرانو په موقت ډول ګمارنه، په قوانینو کې یو لړ اصلاحات، د ټاکنو د ترسره کېدو پر مهال له دولتي مامورینو بلا عوضه مرسته اخیستل او ټاکنیزو ستونزو ته د حل لپاره د یوې ځانګړې کمېټې ایجاد دی.

خو د دې پرېکړې وروسته ډول ډول غبرګونونه راپاریدلي او د کمېسیون کارونه یې تر نیوکې لاندې راوستي دي. اندېښنې هم شته چې د ولسي جرګې د چوکیو له ډلې یې یو ثلث د احزابو لپاره ځانګړې کول، ګټه نه، بلکې زیان لرلای شي.

افغانستان د احزابو له فعالیت ترخه تجربه لري او تر اوسه یې په سیاسي برخه کې د ملي منافعو لپاره د پام وړ کار نه دی کړی. وېره ده چې د حکومت له خوا د دې وړاندېز منل به یو مشخص شمېر ګوندونه واک ته ورسوي او د ټول هېواد اکثریت خلک به ځان په دې هنداره کې ونه وګوري.

نیوکه داده چې په افغانستان کې احزاب هومره قوي او د ملي ګټو لپاره تمایل نه لري، څومره چې یې د خپل ځان لپاره د خیر کارونه زیات دي. اوس مهال د عدلیې وزارت سره محدود شمېر ګوندونه ثبت او د فعالیت قانوني جواز لري، خو د همدې ګوندونو کارونه هم په یوې محدودې جغرافیې پورې اړوند او افغانستان شموله نه دي. دلته وېره پیدا کېږي چې په داسې حالت کې به واک ته رسیدلي ګوندونه څه ډول وتوانېږي چې په تول پوره حکومت تشکیل او له همدې لارې د ټول افغانستان په خیر شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې رایه مستقیمه او غیر انتقالي ده، خو که اوس یې کمېسیون غیر مستقیم او قابل انتقال ته وړاندیز کوي؛ نو دا دنده او مسولیت هم د دوی کار نه دی، بلکې د اساسي قانون په ماده کې د تعدیل لپاره باید لویه جرګه را دعوت او بیا دا چاره عملي شي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون پر کارونو بله سخته نیوکه د همدې کمېسیون د دوو غړیو له څرګندونو راپورته کېږي چې کارونه یې د شخصي تمایل په پام کې نیولو سره پرمخ وړي او د ټولو افغانانو نظریات یې په پام کې نه دي نیولي.

دا سمه ده چې په ټول هېواد كې افغانان كې د ټاكنيز نظام اصلاحات غواړي، خو دا اصلاحات په دې مانا نه دي چې د خلكو په هيلو خاورې واړول او خپلې شخصي غوښتنې په پام كې ونيول شي.

د خلكو غوښتنه د ولايتي او ولسواليو ټاكنو ته لاره برابرول دي، خو كمېسيون په دې برخه كې هېڅ ډول د پام وړ كار نه دى كړى او نه يې د خلكو غوښتنې په نظر كې نيولي.

كوم وړانديزونه چې كمېسيون كړې، په لنډ مهال كې يې پر ځاى كېدل ممكن نه دي او موږ اړتيا لرو چې بايد لنډ مهالي او ژر تر ژره اصلاحات رامنځته كړو، څو له دې لارې د ولسي جرګې ټاكنې ژر تر ژره تر سره شي.

اوس د حكومت دنده ده چې د كمېسيون وړاندېزونه اوطرحه له پوره ارزونې او د ټولو خلكو د نظرياتو په پام كې نيولو وروسته ګام واخلي، نه داسې كوم كار ترسره كړي چې د خلكو نظرياتو ته په كې په سپكه سترګه وكتل شي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA