ads

ګجرات لوبډلې پرونۍ لوبه وبایلله

د هند د کورني کرکټ لیګ په سیالیو یا (ای.پي.ایل) کې پرون د ګجرات ټیټاینس او ډیلي لوبډلو تر منځ لوبه وشوه چې ډیلي لوبډلې ګجرات لوبډله په ډېرو کمو منډو وسوځوله.

کامران احمدزی
30 وری 1403
ګجرات لوبډلې پرونۍ لوبه وبایلله

په ګجرات لوبډله کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، نور احمد او عظمت الله عمرزی هم لوبېږي چې په پرونۍ لوبه کې راشدخان او نور حمد اخیستل شوي وو او تر نورو یې ښه لوبه وکړه.
یادې لوبډلې تېره شپه د ډیلي کپیټلز لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کړه، چې ټوله لوبډله یې په ۸۹ منډو وسوځېده.
د ګجرات لپاره راشد خان تر نورو زیاتې ۳۱ منډې وکړې، خو نور احمد لکڼوال بیا په یوه منډه وسوځېد.
ډیلي لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په نهم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
ټاکل شوې چې نن په دغو سیالیو کې ممبي اینډینز لوبډله د سنرایزر حیدر اباد پر وړاندې سیالي ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA