د کاپیسا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امر صیاد ویلي چې دا شخړه له تېرو ۱۵کالو راهیسې نه وه حل شوه چې بلاخره دوی د یو شمېر قومي مخورو په مرسته حل کړه.
په همدې حال کې په بادغیس ولایت کې هم د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځۍ شخړه حل شوې چې له کبله یې د دواړو لوریو دوه تنه ټپیان شوي وو.
یادو کورنیو ژمنې کړې چې تر دې وروسته به ورته شخړې نه ترسره کوي.
واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه ورته شخړې حل شوې دي.