ads

سوداګرې مېرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د معلوماتو له مخې، که څه هم سوداګري اوسمهال د افغان ښځو لپاره د کار ښه فرصت دی، خو یادونه یې کړې چې لاهم افغان ښځینه سوداګرې خپلو توکو ته د بازارموندنې او پانګونې په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

فرشته خرمي
30 وری 1403
سوداګرې مېرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وایي چې دوی د ښځینه سوداګرو بشپړ لاسنیوی کړی او سلګونه سوداګرو ته یې د کار جوازونه وېشلي دي.
هغه سروې چې د یاد پروګرام له لوري ترسره شوې، تر درې زره ډېرو ښځینه سوداګرو په کې برخه اخیستې او خپلې یو لړ ستونزې یې یادې کړې دي.
د دې سروې پر اساس، پنځه فیصده افغان سوداګرو ښځو د سوداګرۍ لپاره له بانکونو پورونه تر لاسه کړي دي.
افغان سوداګرې ښځې هم د خپلو تولیداتو لپاره د مناسب بازار له نشت او د بازارموندنې په برخه کې له یو لړ ستونزو څخه شکایتونه کوي.
افغان سوداګره لیلما محمودي وایي، وړاندې یې د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې هم د خوارکي توکو تولیدات پلورل کېدل، خو په دې وروستیو کې یې بازار پیکه شوی دی:
«مخکې مو د محصولاتو بازار ښه و، یوه یا دوو میاشتو کې به مو ولایتونو ته هم محصولات لېږل، په کابل کې به هم مارکېټونو رانه محصولات رانیول، خو اوس مو فروشات کم شوي.»
بله سوداګره حسنا رووفي، چې په کابل کې د ښځينه افغاني کالیو کارخونه لري، وايي، باید ښځینه سوداګرو ته په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې ځانګړې ونډه ورکړل شي:
«په افغانستان کې له مسوولو ادارو مو دا تمه ده چې ښځینه سوداګرو ته په ملي او نړیوالو بازارونو کې ځانګړې ونډه ورکړي، په کابل کې موږ داسې ملي او نړیوال بازارونه لرو چې ښځو ته نه دي ځانګړي شوي او په دې ډول بازارونو کې باید ښځو ته هم د سړیو په شان ونډه ورکړل شي.»
په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو د ستونزو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې یاد وزارت تل د ښځینه سوداګرو ستونزو ته رسېدنه کړې او زیاتوي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته سوداګرو ښځو ته د فعالیت ۱۲۰۰جوازونه وېشل شوي دي.
د دغه وزرات ویاند عبدالسلام جواد په دې اړه وايي:
«سوداګرۍ وزارت تل د ښځینه سوادګرو ستونزو ته رسېدنه کړې او دې برخه ستونزه نشته. په تېرو کلونو کې په ټولیز ډول سوداګرو ښځو ته ۹زره د کار جوازونه او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ۱۲۰۰جوازونه وېشل شوی دي. په ټولو کورنیو نندارتونونو کې فعاله ونډه لري او په دو بهرنیو نندارتونونو کې یې هم برخه اخیستې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د (یو.ان.ډي.پي) استازي سټیفن رودریکز په یوه بیان کې ویلي، په افغانستان کې ښځي د خپلو کورنیو د سوکالۍ یو مهم ځواک ګڼل کېږي او د کلیوالي اقتصاد په ساتلو کې مهمه ونډه لري.
د هغه په وینا، افغان ښځې د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري او د افغانستان راتلونکې په هغو پورې تړلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA