ads

د کابل او بیجینګ تر منځ پر یو لړ موضوعاتو خبرې شوې

بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې یو پلاوي یې د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې میکانیزمونو په هدف د چین له چارواکو سره په بیجینګ کې درېیمه ناسته ترسره کړه.

کامران احمدزی
30 وری 1403
د کابل او بیجینګ تر منځ پر یو لړ موضوعاتو خبرې شوې

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې د طبيعي پېښو او اجباري راستنو شوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا برخو تر څنګ، د سوداګریزو اړیکو او له کابل سره د بیجینګ د مرستو په اړه بحثونه شوي.
د بلخي په خبره، چینايي لوري ویلي چې له افغان کډوالو سره د یو میلیون «ینو» په مرسته کې به د افغان حکومت غوښتنې په پام کې ونیسي.
دغه راز د یاد هېواد د سره صلیب ټولنې بیا ژمنه کړې چې د زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره به زمینه برابره کړي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي، چين ته د افغان توکو د صادرولو زمينې برابرولو او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانگونې فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوگر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختگونو او د واخان کوريډور د اهميت، احتمالي گټو او د دغه کوريډور د پرانيستلو پر امکاناتو هم بحثونه شوي.
باید یاده شي چې واک ته د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته، چین په افغانستان کې پانګونه زیاته کړې او له افغانستان سره یې اړیکې هم تر پخوا پراخې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA