ads

د ښځو د حقونو پر خوندیتوب جدي ټینګار

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکي وايي، هېچاته اجازه نه ورکوي چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.

کامران احمدزی
30 وری 1403
د ښځو د حقونو پر خوندیتوب جدي ټینګار

د یاد وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي له یو شمېر اروپا مېشتو افغانانو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د مېرمنو ټولو هغو حقونو ورکولو ته ژمن دی چې د اسلام مبارک دین ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړې، د ښځو ټول هغه حقونه یې ورکړي چې مخکې به تر پښو لاندې کړي.
د حنفي په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې یې د زیات او کم پنځه زره مېرمنو د میراث حقونه ور تسلیم کړي.
له امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، راغلو افغانانو افغانستان ته په راتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې نړۍ ته به د اوسني حکومت رښتیني انځور وړاندې کړي.
دوی تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA