ads

د غازي ببرک خان ځدارڼ تاریخي کلا د نړیدو له ګواښ سره مخ ده

په خوست کې د غازي ببرک خان ځدراڼ تارخي کلا چې شاوخوا ۱۵۰کاله تاریخي قدامت لري، بېلابېلو حکومتونو یې هر وخت د رغونې ژمنې کړې، خو لا جوړه شوې نه ده او د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

کامران احمدزی
30 وری 1403
د غازي ببرک خان ځدارڼ تاریخي کلا د نړیدو له ګواښ سره مخ ده

دغه کلا د امیرعبدالرحمن خان د سلطنت پرمهال د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې، د لويې پکتیا د یو شمېر قومونو له لوري په ګډه جوړه شوې چې هغه وخت یې پوځي بڼه درلوده او له دې کلا افغان ځواکونو د هېواد ساتنه او دفاع کوله.
د غازي ببرک خان د کورنۍ یو غړی عظیم جان ببرک زی وايي، دا پوځي کلا په دوو پوړونو کې جوړه شوې چې دوه برخې یې درلودې، یوه یې د کور د غړو او بله یې د مېلمنو لپاره وه:
«دا یوه ډېره تاریخي کلا ده زموږ بابا ببرک خان خدای دې یې وبښي هغې جوړه کړې وه، ټولو قومونو په دې کې برخه اخیستې وه د امیرعبدالرحمن په هدایت بیا زموږ بابا دا ځای انتخاب کړی و چې، دلته باید جوړه شي.»
د غازي ببرک خان د کورنۍ بل غړی قاضي ببرک زی وايي چې د دې تاریخي کلا د نړېډو ګواښ ورځ تر بلې زیاتېږي او که بیا جوړونې ته یې پام ونه شي، له منځه به ولاړه شي:
«دغه کلا د ړنګولو په حال کې ده تاسې یې خپله ګوری شاهد یې یاست، نو موږ غواړو چې دا کلا بېرته په اساسي ډول جوړه شي په همغه شکل جوړه شي او نوي نسل ته یو څه په میراث پرېږدو. له امارت څخه زموږ غوښتنه ده چې کومې وعدې چې تاسو له موږ سره کړي دي باید لږ صورت ورکړی ترڅو دغه کلا بېرته جوړه شي.»
د همدې کورنۍ یو بل غړی منیر ببرک زی هم وايي چې که دغه کلا بیا ورغول شي، نه یوازې د هېواد له نورو ولایتونو، بلکې له بهرنیو هېوادونو به هم سیلانیان د سیل لپاره ورته راځي چې زیاتو خلکو ته به کاري فرصتونه هم برابر شي:
«دا کلا هم باید ورغول شي، ترڅو لکه نورو ولایتونو ته خارجي او داخلي سیلانیان راځي، خوست ته به هم د سیلانیانو بهیر را مات شي. دلته به خلکو ته کالروبار پیدا شي، دلته به هوټلونه، دوکانونه جوړ شي او دا سرک به پوخ شي.»
بل لورته د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي، د دې کلا د بیارغونې په اړه له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره غږیدلي چې ممکن ژر یې د جوړېدو چارې پیل شي:
«د ببرک خان کلې د ترمیم لپاره هم موږ په ابتدا کې پشنهاد لېږلی او سږ کال مو بیا پشنهاد لېږلی دی، په دې بخش کې موږ ډېره دلچسپي لرو او خدای ته امید دی چې په دې برخه کې به ډېر ژر اقدامات وشي.»
دغه کلا د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د انګریزي حکومت پر وړاندې د پاڅون په هدف جوړه شوه وه چې د عمومي قرارګاه او وسله تون په توګه کار ترې اخیستل کېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA