د یاد ریاست د وروستیو شمېرو له مخې، په وژل شویو کې اته ښځې، ۱۳ماشومان او ۲۹سړي او په ټپیانو کې ۳۴ښځې، ۳۳ماشومان او ۱۱۸سړي شامل دي.
د ټرافیکو ریاست د شمېرو له مخې، د تېر کال په لسو میاشتو کې ۳۰۵۰ ټرافیکي پېښې ثبت شوې چې له کبله یې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ټرافیکو پولیسو عمومي ریاست د شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶۰۰کسانو ژوند له لاسه ور کړی او له ۴۰۰۰ډېر کسان ټپیان شوي وو.
د ټرافیکو ریاست د پلان رییس عبدالودود خیرخواه پر لویو لارو د خونړیو ټرافیکي پېښو لاملونه داسې را په ګوته کړل:
«څو لاملونه لري، یو لوی اصلي لامل یې د لویو لارو سیستم دی، زموږ لویې لارې ترانزیتي نه دي، د دغو لویو لارو په جوړولو کې د خونديتابه اصول په پام کې نه دي نیول شوي او معیارونو سره سمې نه دي جوړې شوي. دا اطرافي سړکونه دي، داسې سړکونه دي چې یو ولایت له بل سره نښلوي، یا ولایت له ولسوالیو سره نښلوي، داسې سړکونه نه دي چې مرکز له نورو هېوادونو سره ونښلوي، هغسې سړکونه جلا معیارونه لري، زموږ لویې لارې ډېر تخنیکي ستونزې لري چې د ټرافیکې پېښو لامل کېږي.»
د کابل جلال اباد موټر چلونکي وایي، ډېری وخت موټر چلونکي د ټرافیکي اصولو نه مراعاتولو او نابلدتیا له کبله له ټرافیکي پېښو سره مخ کېږي.
د کابل او جلال اباد لارې یو موټر چلونکي رامز په دې اړه کلید ته وویل:
« لویې، ګولایانې دي چې ډېر وخت نابلده کسان پکې ټرافیکي پېښې کوي. ځینې نوي کسان دغه لاین ته راغلي چې د موټر چلولو اصول سره بلد نه دي. باید ددغه لین موټر چلونکو لیسنسونه چیک شي او بیا د کابل او جلال اباد لارې ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.»
د وړم کال په لومړیو لسو میاشتو کې هم افغانستان کې نږدې ۹۰۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي وو.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د ټرافیکي پېښو مخنیوي په تړاو د کورنیو چارو وزارت له خوا کابینې ته یوه طرحه وړاندې شوه او د کابینې له خوا تایید شوه، خو دا چې کله به یاده طرحه عملي کېږي، لاهم معلومات نه دي ورکړل شوي. موږ هڅه وکړه چې د دې طرحې په اړه هم معلومات ترلاسه کړو، خو بریالي نه شوو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ