ads

په غزني کې هم یوه مېرمن له کورني بنده ازاده شوه

د غزني ولایت د امربالامعروف او نهی عن المنکر ریاست چارواکو ویلي چې په یاد ولایت کې یې یوه ښځه له کورني زندان څخه ازاده کړې ده.

شېرشاه عزیزي
29 وری 1403
په غزني کې هم یوه مېرمن له کورني بنده ازاده شوه

هغوی زیاته کړې چې د اندړو ولسوالۍ د نظروال کلي اوسېدونکې شمسیه د محمد غني لور چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د خپل تره زامنو له خوا په خپل کور کې زنداني شوې وه، له بند څخه خوشې شوه.
د چارواكو په وينا، دغه ښځه تر خوشي كېدو وروسته د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
امنيتي چارواکي وايي چې د دې قضيې عاملين عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
تر دې وړاندې د کابل په ګډون د هېواد په څو ولایتونو کې یو شمېر مېرمنې له کورنیو زندانونو څخه خوشې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA