ads

ارزګان؛۳۰زره زده کوونکي په تمه، خو جذب یې بند شوی

په ارزګان کې اوس مهال په ۲۵۸ ښوونځيو کې څه باندي ۶۷ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

احسان الله ولسمل
29 وری 1403
ارزګان؛۳۰زره زده کوونکي په تمه، خو جذب یې بند شوی

خو د دغه ولايت د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د بېلابېلو عواملو له کبله دومره توان نه لري چې په روان ښوونيز کال کې ښونځیو ته نوي ماشومان جذب کړي.
د دغه ولايت د پوهنې ريیس مولوي شمس الله کامران اخنذاده کلید ته وویل، دامهال ۳۰زره ماشومان په دې تمه دي چې په روان ښوونيز کال کې په ښوونځيو کې جذب شي، خو په وينا يې، د ښوونځيو، ښوونکو او تدريسي امکاناتو کمښت هغه علتونه دي چې د نویو ماشومانو له جذب څخه عاجز شوي دي.
کامران: « دومره ماشومان موږ راجلب کړي چې ټول ښوونځي ډک دي، ځای نشته، ماشومان ډېر دي، تشکيل زموږ ده د ولايت په سطحه ډک دی، نو موږ د جذب پروسه بنده کړي ده.»
په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې غواړي په ښوونځيو کې یې خپل ماشومان جذب کړي وايي، د دولتي ښوونځيو د مسوولينو له خوا ورته ويل شوي چې ماشومان یې په ښوونځیو کې نه نیسي.
د ارزګان يوه اوسېدونکي مغفورالله قانوني کليد راډيو ته وويل:
«ما خپل کشران وروڼه ښوونځي ته ور وستل، ترڅو هلته يې شامل کړم، خو د ښوونځي مسولينو راته وويل چې موږ ځاي نه لرو. موږ چې څومره ظرفيته لرو، هغه موږ وړاندي جذب کړي دي. موږ له وزير صاحب څخه غواړو چې دغه ستونزه حل کړي.»
د يو شميرښوونځيو مسولين هم وايي، اوس مهال چې نا امني ختمه شوې، په ډېرو سيمو کې کورنۍ هيلي لري چې ماشومان يې په ښوونځيو کې زده کړي وکړي، خو زياتوي چې د دوی امکانات کم او تر ټاکلې اندازې د زياتو ماشومانو د جذب توان نه لري.
د يو ابتدايه ښوونځي مدير کريم الله وويل:
«زموږ ښوونځي زيات ظرفیت نه لري چې دلته ماشومان جذب کړو چې ښوونځي او تشکيل نه وي، نو ماشومان هم له زده کړو پاتې کېږي، باید دغه ستونزه حل شي.»
د ارزګان د پوهنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ښوونځيو او ښوونکو کمښت له تير حکومت څخه پاتې دی او په وينایې، تېر حکومت د دغه ولايت د نفوس پر اساس زده کړو زمینو برابرولو په برخه کې بېغوري کړې ده.

د پوهنې ریيس وايي، دوی وړاندې هم له وزارت سره په څو ځله يادې ستونزې شريکې کړې او په راتلونکي کې به يې هم شريکي کړي.
کامران:
«دا ستونزه موږ د وزارت سره شريکه کړې، په اوسني کال کې هم باید موږ ته تشکيل راکول شي، هم اضافي ښوونکي راکول شي.»
په ارزګان کې د پوهنې رياست مسولينو تر دې مخکې ويلي وو چې په دغه ولایت کې د ښوونځيو د ظرفيت لوړېدو برخه لپاره کار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA