د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا لوبه پرون د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې د هند په «ګواهاتي» ښار کې ترسره شوه.
د لوبې تر نیمایي پورې هندوستان یو پر صفر مخکې و، خو د لوبې په دویمه برخه کې افغانستان لومړی ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه.
د لوبې په ۸۸مه دقیقه کې افغانستان ته پنلټي ورکړل شوه، چې په ګول وهلو سره یې افغانستان دوه پر صفر دا لوبه وګټله.
تېره اونۍ په سعودي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه صفر په صفر مساوي پای ته رسېدلې وه.