یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې د امريکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سويډن هېوادونو په مالي مرسته برابرېږي.
د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې به شاوخوا ۱۵.۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بحران سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د دغو کسانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي و چې سږ کال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.