ads

د افغانستان او مالیزیا لوبه مساوي شوه

په ټایلینډ کې د څلورو هېوادونو ترمنځ د فوټسال سیالیو په لړ کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ پرونۍ لوبه مساوي پای ته ورسېده.

شېرشاه عزیزي
6 وری 1403
د افغانستان او مالیزیا لوبه مساوي شوه

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د لوبې تر نیمایي پورې افغانستان دوه پر صفر مخکې و، خو د لوبې په دویمه نیمایي کې د مالیزیا لوبغاړو ښه لوبه وکړه ، درې ګولونه یې ووهل او له افغانستانه مخکې شول.
د لوبې په وروستیو شېبو کې افغان لوبغاړي بل ګول وواهه او لوبه درې په درې مساوي پای ته ورسېده.
په دې سیالیو کې د کوربه هېواد تایلینډ په ګډون د اسټرالیا، مالیزیا او افغانستان لوبډلو برخه اخیستې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA