ads

مجاهد: له اروپا سره په اړیکو کې پرمختګونه شوني دي

د افغانستان اسلامي امارت وایي، د اروپا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او پر متقابل درناوي ولاړ تعامل غواړي.

فضل هادي حمیدي
1 وری 1403
مجاهد: له اروپا سره په اړیکو کې پرمختګونه شوني دي

دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ایټالیا له سفیرې ناتالیا کوینتاویل سره په لیدنه کې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د اېټالیا سفیرې له افغانستان سره د خپل هېواد د اړیکو ټینګولو ته چمتوالی څرګند کړ او اسلامي امارت هم ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د بهرنیو اتباعو او سفارتونو لپاره امنیت ټینګ دی او افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
مجاهد وایي، له اروپایي او نورو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګېدو په صورت کې پرمختګونه کېدای شي او شته ستونزې هم په هغه صورت کې په ښه توګه حل کېږي:
«افغانستان کې د اېټالیا سفیرې له امنیت، ثبات، پرمختګونو او په ټوله کې له وضعیت څخه یې خوښي څرګنده کړه، اسلامي امارت هم ډاډ ورکړ چې د پرمختګ په صورت کې به شته ستونزې حل کېږي، خو هېوادونه باید له اسلامي امارت سره اړیکې ټینګې کړي او د اړیکو په صورت کې پرمختګونه هم کېدای شي، اسلامي امارت له اروپا سره ښې اړیکې غواړي او اروپایي هېوادونه هم باید ګامونه واخلي او عملا د ډېپلوماټیکو اړیکو احیا او تامین ته راشي.»
د چارو کارپوهان هم ټینګار کوي چې د نړۍ هېوادونه که غواړي چې له افغانستان سره شته ستونزې حل کړي، باید عملا ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې او مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي چې د دې پرځای چې دوی د همکارۍ ژمنې کوي او له اوسني شته امنیت څخه ډاډ څرګندوي، باید عملا راوړاندې شي، اسلامي امارت په رسمیت وپېژني ترڅو واټن کم او ستونزې حل شي:
«که د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژڼدل شي، هم د افغانستان د خلکو ستونزې حل شي، هم به افغان حکومت په مختلفو هېوادونو کې خپل استازي او استازولۍ ولري او له نورو هېوادونو سره به مخامخ خبرې کوي، هم د نورو هېوادونو سفارتونه او استازي دلته موجود وي او ستونزو باندې به بحثونه کېږي.»
د سیاسی چارو بل شنونکی شېرحسن حسن بیا وایي، دا چې اوس د اروپایي او نورو ډېپلوماټانو تګ راتګ زیات شوی، هغوی د افغانستان پر امنیت ډاډه شوي او غواړي چې د افغانستان حالات ور ارزوي:
«زه فکر کوم، د دوی دا د همکارۍ ژمنې او تګ راتګ یې د افغانستان په حالاتو باندې د ځان پوهولو لپاره دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د چارواکو په خبره اوسمهال اسلامي امارت له هېواده بهر په ۳۸ استازولیو کې کونسلي خدمتونه وړاندې کوي او تر ۲۲ پورې هېوادونو کې سیاسي استازولۍ او سفارتونه فعال دي، دغه راز د یو شمېر ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ په افغانستان کې هم فعالې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA