د اسراییلو صدراعضم بنیامین نیتنیاهو ویلي چې د ټولو اهدافو له تر لاسه کولو وړاندې د جګړې بندول امکان نه لري او دا یې هم ویلي چې د بشپړې بریا تر لاسه کولو لپاره اسراییلي پوځیان پر دغه ښار عملیاتو ته چمتو دي.
د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په رفح کې د اسراییل له عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی چې څه باندې یو میلیون فلسطیني وګړو په کې له جګړو څخه پنا اخیستې.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ویلي چې پر دې ښارګوټي باندې نظامي حمله به په “نه زغمل کیدونکي توګه د جګړې د سختېدو سبب شي او زرګونه نور ملکیان به په کې ووژل شي.
په رفح د اسرائیل د نظامي عملیاتو خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په غزه کې د اوربند په هکله د خبرو لپاره بیا سیمې ته تللی.