ads

په تېر کال کې د افغانستان سیاسي پرمختګونه

۱۴۰۲ل کال پایته ورسېد او ۱۴۰۳ل کال پیل شو، اسلامي امارت وایي، دغه کال چې تېر شو، د افغانستان لپاره په ټولو برخو کې د لاسته راوړنو کال و.

فضل هادي حمیدي
29 کب 1402
په تېر کال کې د افغانستان سیاسي پرمختګونه

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته وویل چې په ۱۴۰۲لمریز کال کې افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې ښې لاسته راوړنې درلودې، له سیمه ییزو هېوادونو سره اړیکې پراخې شوې او د اړیکو د لا پراختیا لپاره د افغانستان او سیمې د هېوادونو لوړپوړو چارواکو تګ راتګ کړی دی.
مجاهد زیاتوي چې په کور د ننه هم له بېلابېلو اقشارو سره په سیاسي کچه ناستې شوې او له هېواده وتلي او خفه ګڼ افغانان بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلي دي:
«په نورو هېوادونو کې چې زموږ ډېپلوماټیک مراکز، سفارتونه او قونسلګرۍ چې باید فعالې شوې وای، هغه ۲۲ ته رسېدلي دي، له چین سره اړیکې په لوړه کچه دي؛ دا د تېر کال د هڅو پایله وه. له قزاقستان سره اړیکې ټینګې شوې، له آذربایجان سره هم مقدماتي کارونه شوي، په کابل کې د سیمې په کچه مهمه ناسته وشوه چې ښې لاسته راوړنې یې درلودې. په ځینو نورو ناستو کې هم چې امارت ته بلنه ورکړل شوې، د افغانستان دریځ په ښه توګه څرګند شوی. په ایران کې ناسته وشوه، په دوحه کې وه او په ځینو نورو هېوادونو کې ناستې وشوې.»
د سیاسي چارو کارپوهان هم د اسلامي امارت لپاره ۱۴۰۲ کال د ښو پرمختګونو کال بولي، خو وایي کومې ستونزې چې لاهم پاتې دي، باید په نوي کال کې ورته پاملرنه زیاته شي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی معین ګل څمکنی وایي، اسلامي امارت په تېر کال کې په سیاسي برخه کې ښه ځلېدلی، خو په راتلونکي کال کې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار ستونزې هم باید حل شي چې نړیوال بیا پر افغانستان د فشار لپاره دا مسایل ونه کاروي:
«په نړیواله کچه اسلامي امارت وکولای شول چې له ډېرو هېوادونو سره اړیکې پراخه کړي او هلته سفیران ولېږي، د هغوی سفیران دلته قبول کړي، دغه راز د چین هېواد رسما د افغان سفیر باور لیک تسلیم کړو چې دا خپله په ډېپلوماټیکه برخه کې لوی پرمختګ دی. دغه راز د یوناما ماموریت هم وغځېده، له پاکستان سره وخت ناوخت ستونزې رامنځته کېدې چې په مقابل کې یې افغان حکومت ښه دریځ نیولی او دا دریځ د ستایلو وړ دی.»
د سیاسي چارو بل شنونکی روح الله هوتک وایي افغانستان له شاوخوا ۲۷ هېوادونو سره په ۱۴۰۲ کال کې تعاملاتي ناستې کړې او په ۳۸ نمایندګیو کې له هېواده بهر قونسلي خدمتونه وړاندې کوي:
«اوسنی نظام توانېدلی چې د ټیکاو، امنیت، فوق العاده حکومت، د رسمي کانالونو د مدیریت او په سیمه کې د یوه عیني حقیقت په توګه یې څرک لیدل کېږي، دغه نظام په کور د ننه او د بهرني سیاست لپاره خطوط او کانالونه رامنځته کړي او یو متمرکز نظام یې رامنځته کړی دی.»
اسلامي امارت په داسې حال کې د ښو پرمختګونو خبر ورکوي چې لاهم د سیمې له هېوادونو سره اړیکې او تعاملات د پراخېدو په حال کې دي او د چارو کارپوهان وایي چې د اسلامي امارت اوسنۍ اقتصاد محوره پالیسي بریالۍ او له اوسنیو شرایطو سره سمه تګلاره ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA