ads

پر کورونو د امنیتي کمرو لګولو غوښتنه

یو شمېر کابل میشتي وايي، د امنیت او کشف ریاست مسوولینو ورته لارښوونه کړې، چې په خپلو سیمو کې دې امنیتي کمرې نصب کړي.

کامران احمدزی
8 لړم 1401
پر کورونو د امنیتي کمرو لګولو غوښتنه

د کابل ښار يو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط دغه اقدام د امنيت په تامين او د خلکو د ژوند او مال په ساتنه کې اغېزناک بولي.
«ما په خپل کور کې امنیتي کمره په خپله خوښه نصب کړه، ځکه دا کمرې شپه او ورځ هر څه ثبتوي، یعنې د څوکیدار په څېر کار کوي.»
د کابل ښار يو بل اوسېدونکى سيد شاکر وايي، د وسله والو غلاوو او نورو امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره د امنيتي کمرو لګول اړین دي.
“کله ناکله د کابل په بېلابېلو سيمو کې وسله والې غلاوې کېږي او غله له سيمې تښتي، خو د امنيتي کمرو په نصبولو سره به ډېر ژر غله وپېژندل شي.”
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند بسم الله حبیب له کلید سره په خبرو کې وویل:
«امنیتي کمرې په هغو برخو، لویو لارو، سړکونو، د استوګنې په سیمو او نورو هغو سیمو کې نصب شوې چې امنیتي پوښښ ته اړتیا لري او دا لړۍ دوام لري، له دې کار څخه مو هدف خلکو ته لاښه امنیت برابرول دي.»
د نظامي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی هم یاد اقدام د امنیتي ګواښونو د کمولو او غلو پېژندلو په برخه کې ګټور بولي.
زما په اند، وروستي بریدونه چې د کابل ښار په یو شمېر ښوونیزو مرکزونو او نورو سیمو کې وشول، د دې لامل شول، چې د کورنیو چارو وزارت د دا ډول بریدونو د دوام د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي او باید د امنیتي کمرو د نصبولو غوښتنه وشي، دا کار د مجرمینو په پېژندلو کې هم مرسته کوي.
د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د یو شمېر خلکو لپاره د کاروبار زمینه برابره کړې، خو یو شمېر خلک بیا د کمرو د اخیستلو توان نه لري.
محمد یعقوب چې د کمرو د لګولو په برخه کې تخصص لري وايي: «زه د امنیتي کمرو په لګولو بوخت یم، زموږ کاروبار ښه دی، خو د کمرو بیې لوړې دي او خلک یې د اخیستلو توان نه لري؛ غوره ده چې حکومت د کمرو نرخونه کنټرول کړي.
که څه هم تر اوسه دا نه ده معلومه چې په کابل کې څومره امنیتي کمرې ځای پرځای شوي او د مجرمینو د پېژندلو په برخه کې څومره ګټورې تمامې شوې، خو بیا هم تمه شته چې د کورنیو چارو وزارت دا تازه اقدام به د خلکو د مالونو د ساتلو او د جرمونو په مخنیوي کې ګټور تمام شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA